فراه (پژواک،۳۰تله۹۳): د فراه امنيتي مسوولين وايي، چې د دې ولايت په مرکز کې وسله والو، درې پوليس وژلي او يو يې ژوبل کړى دى.
د فراه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت د امريت مرستيال او سرپرست سمونوال جمعه خان پژواک خبري اژانس ته وويل، طالبانو نن (د تلې ٣٠مه) مازيګر ۴بجې د فراه د مرکز په ننګاب سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ او د دې پوستې درې پوليس يې وژلي او بل يې ټپي کړى دى.
د هغه په وينا، وسله والو طالبانو د ښځو په جامو کې د يوه سراچه موټر په واسطه بريد ترسره کړی او د يوه کس چادري هم په سيمه کې پاتې شوې ده.
ده زياته کړه، د ملي پوليسو ياده پوسته په دې وروستيو کې د فراه ښار د امنيت د خوندي کولو په موخه د فراه ښار سوېلي خوا ته د دوو غرونو تر منځ جوړه شوې وه، چې څلور کسه پوليس په کې موظف وو.
د فراه د ولايتي روغتون امر ډاکټر عبدالحکيم رسولي پژواک ته وويل، چې له دې پېښې څخه د درې پوليسو مړي او يو ټپي دې روغتون ته انتقال شوي، چې د ټپي شوي کس وضعيت ښه دی.
شېراقا، هغه پوليس چې په دې بريد کې ژوبل شوی، د فراه په روغتون کې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((طالبان د سراچې موټر کې سپاره راغله او کله چې موږ پرې شکمن شولو او د درېدو غږ مو پرې وکړ، نو هغوی د راکټونو، پيکاوو او نورو وسلو په واسطې سره پر موږ بريد وکړ.))
دى وايي، د بريد په ترڅ کې د دوى پوستې چې په کانتينر کې جوړه وه، په بشپړه توګه اور اخيستى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن