فراه (پژواک، ١٩ لیندۍ ٩٧): د دولت د وسله والو مخالفینو بریدونو کې په فراه کې ۱۲ او په فاریاب کې د سیمه ییزو پاڅون کوونکو د قوماندان په ګډون اته پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
تېره شپه د فراه د مرکز څنډې ته پروت په سور کلي کې د ملي پولیسو پر امنیتي پوسته د طالبانو په برید کې ۱۲ پولیس وژل شوي دي.
د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه محمد نعیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دولت وسله والو مخالفینو تېره شپه ۱:۰۰ بجه د فراه ولایت د مرکز حومې د سور کلي په ښوونځي کې د پولیسو پر یوه امنیتي پوسته برید کړی.
هغه زیاته کړه، یاده پوسته طالبانو نیولې او ۱۲ پولیس یې وژلي دي.
د سیمې اوسېدونکي هم وايي، دغه پوسته تېره شپه طالبانو نیولې وه خو اوس «سهار ۹ بجې» امنیتي ځواکونه په سیمه کې تر سترګو کېږي.
په ورته وخت کې، د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب له جزئیاتو پرته وویل، په دې نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه د ملکي روغتون د سړې خونې مسوول عبدالحق وویل، د ۱۲ پولیس جسدونه یاد روغتون ده لېږدېدلي دي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم وايي چې په دې نښته کې ۱۲ پولیس وژل شسوي او دوه نور طالبانو ژوندي نیولي دي. د نوموړي په خبره، د یادې پوستې ۱۵ میله درنه او سپکه وسله هم د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
د تېرې یکشنبې په شپه هم طالبانو د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په اب خرما سیمه کې د ملي اردو پر یوه مرکز برید کړی وو، د ملي اردو شپږ سرتېري یې وژلي او لس نور یې ژوندي نیولي وو.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د فراه امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې له شل ورځنیو عملیاتو وروسته له طالبانو څخه د دغه ولایت د مرکز حومې سیمې د کلیو او بالابلوک ولسوالۍ د پاکېدو خبر ورکړ.
د یو بل خبر له مخې، د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ سرپرست سید محمود مطهري وویل، د دغه ولسوالۍ په مرکز د طالبانو په برید کې د پاڅون کوونکو د یوه قوماندان وحید بای په ګډون ۸ پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړه، په دې نښته کې وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نلري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن