Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
هرات کې امنیتي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی.
هرات د څو لویو پروژو لکه د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل په درشل کې دی، د دې پروژې پیلېدو هېوادوال، په ځانګړي ډول هراتیان ډېر هیلهمن کړي دي.
هرات کې یوه ښځه چې د یونیم میلیون افغانیو په پانګونه یې د ښځو لپاره ځانګړی رسټورانټ جوړ کړی وايي، دلته د خوړو خدماتو ترڅنګ ښځو ته د افکارو د تبادلې او مطالعې مناسب چاپېریال هم برابر شوی دی.
هرات کې ځایي سرچینې وایي چې په دې وروستیو کې له ایرانه د قانوني افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه شوې ده.
هرات کې ځایي مسوولین وايي، د هرات ښار د لسمې او څوارلسمې ناحیو مربوطاتو کې د ۳۶ میلیون افغانیو په لګښت یو دوه لینه سړک چې یو کیلومتر اوږدوالی لري، جوړ شو.
هرات کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د وسلهوالو غلو یوه اتهکسیزه ډله نیول شوې ده.
هرات کې یوه خیریه بنسټ د دغه ولایت بېوزلو ځوانانو ته سل وړیا تحصیلي بورسونه اعلان کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، افغان او ترکمن چارواکو د هرات ولایت په تورغنډۍ کې د اوسپنې پټلۍ له سټېشن، له ټاپي نلليکې او د ټاپ د برېښنا له لویو پروژو څخه لیدنه وکړه او د ټاپي نلليکې د کار عملي پيل لپاره يې د دواړو خواوو چمتووالي وارزول.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هرات ته ولاړ او ټاکل شوې چې د دغه ولایت په تورغونډۍ بندر کې له خپل ترکمنستاني سیال سره د ټاپي، اوسپنې پټلۍ او نوري فایبر پروژو په اړه خبرې وکړي.
هرات کې ځايي مسوولین د دغه ولایت په ګمرک کې د اورلګېدنې لامل تخنیکي ستونزه ګڼي او وايي، د دې پېښې له امله سوداګرو او موټرلرونکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د هرات حوزوي روغتون مسوولین وایي چې د دغه روغتون د مراجعینو په شمېر کې د پام وړ ډېروالی راغلی خو د بودجې کمښت له امله د پراختیا او غوره خدماتو وړاندې کولو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
د هرات په لرو پرتو سیمو کې مالداري د کوچیانو اساسي اقتصادي فعالیتونه یادېږي، خو په دغه ولایت کې یو شمېر کوچیان وایي، د حیواني درملو برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي او ملاتړ یې نه کېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن