خوستښار (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۳): ځايي سرچينې وايي چې د خوست په غلامخان بندر کې د تېرې شپې نښتې له امله يو موټر چلوونکی وژل شوی دی.
مسوولين وايي، نښته تېر ماښام شپږ بجې هغه وخت د پاکستاني لوري له خوا پيل شوه چې افغان ځواکونو ورسره له يو موټرچلوونکي سره د شوي ناوړه چلند په اړه لفظي شخړه وکړه.
د غلامخان کمیسار بهاييجان بلال پژواک خبري اژانس ته وويل، لومړۍ نښتې ۱۵ دقيقې دوام وکړ، خو وايي چې د شپې اته بجې يو وار بيا د پاکستاني لوري له خوا نښته پيل شوه چې د شپې تر دوو بجو پورې یې دوام درلود.
هغه وويل، په یاده نښته کې د دواړو لورو له خوا درنې وسلې هم کارېدلې.
نوموړي د مرګژوبلې په اړه څه ونه ويل، خو زياته یې کړه چې د نښتې له امله دغه لار د سوداګريزو توکو د لېږ رالېږد پر مخ تړلې ده.
بلخوا، ځايي اوسېدونکي بيا وايي چې د تېرې شپې د افغان او پاکستانو ځواکونو د نښتې له امله يو موټرچلوونکی وژل شوی دی.
د عابد په نوم يوه ځايي اوسېدونکي پژواک ته وويل چې د تېرې شپې نښتې له امله له سيمې څخه سلګونه کورنۍ کډه شوې دي.
د خوست ولايت مقام مسوولينو يوازې د نښتې پخلی کړی، خو نور جزیيات يې نه دي ورکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن