فراه (پژواک، ۳۰غبرګولی ۹۷): د فراه پولیس وایي چې په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفینو د بریدونو په ترڅ کې ۹پولیسو او۲۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو ځینې سیمه ییزې سرچینې وایي چې دغو بريدونو کې ۱۸ پولیس وژل شوي دي.
د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب، پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د هرات- فراه پر لویه لار د بالابلوک ولسوالۍ په فراه رود کلي کې پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو ډله ییزو بریدونوکې څلور ملي پولیس وژل شوي او پنځه نور یې ټپیان دي.
د هغه په وینا، د دولتي ځواکونو په هوايي بریدونوکې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور یې ټپیان دي.
نوموړی وايي چې په دې برېدونوکې د طالبانو ۱۵ نقلیه واسطې هم له منځه تللې دي.
خو د فراه رود اوسېدونکی عتیق الله وايي چې د طالبانو د تېرې شپې برید کې د پولیسو یوه پوسته سقوط شوې او په دې نښته کې ۱۱ پولیس وژل شوي چې مړي یې تر نن سهار پورې د پېښې په ځای کې پاتې وو.
هغه وایي چې په دې نښته کې دوه وسله وال طالبان هم ټپیان شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، طالبانو تېره شپه د دې ولایت د جوین ولسوالۍ په پشمک سیمه کې چې له ایران سره ګډه پوله لري د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی دی.
د جوین ولسوالۍ اوسېدونکی نصیراحمد وایي چې په دې بریدکې ۷ پولیس وژل شوي او طالبانو د پوستې ټول تجهیزات له ځان سره وړي دي.
نوموړي وویل چې په دې نښته کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
خو د فراه امنیتي مسوولین د طالبانو له لوري پر یادې پوستې د بریدونو پخلی کوي، خو وایي چې په دې برید کې دولتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
فراه کې د سیمه ییزو طالبانو ویاند ملا عبدالهادي وايي چې فراه رود کې پر امنیتي پوسته د برید له امله، یوولس پولیس وژل شوي او اته نور یې ټپیان دي او د پشمکي په سرحدي پوسته برید کې اته سرحدي پولیس وژل شوي دي، هغه وویل چې د یادو دوو پوستو مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن