ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې د يوه ښوونځي ٢٠ زده کوونکې مسمومې شوې دي

2 Jun 2013 - 15:41
2 Jun 2013 - 15:41

مزارشريف (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٢): د سرپل ولايت په مرکز کې د نجونو د يوه ښوونځي يو شمېر زده کوونکې د نامعلوم علت له امله مسمومې شوې دي.

د دغه ولايت د عامې روغتيا سرپرست رييس ډاکټر نورالحق جليس د غبرګولي په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له غرمې مخکې ورته د مرکز اړوند د بهسودو د نجونو د منځني ښوونځي ۲۰زده کوونکې روغتون ته وروړل شوې.

نوموړي زياته کړه، چې دمګړۍ د ټولو زده کوونکو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی او ډېری يې بېرته رخصت شوې دي.

د هغه په وينا، د يادو نجونو د درملنې پر مهال د مسموميت هېڅ علايم نه دي معلوم شوي.

ډاکټر جليس زياتوي، چې ښوونځي ته د پېښې د څېړنې لپاره لېږل شوي پلاوي هم د مسموميت څه شواهد نه دي موندلي.

هغه زياته کړه، تر ډېره د ښوونځي ناپاکوالی او ورسره د ګرمۍ موسم د دې لامل کېدای شي، چې ورته پېښې رامنځ ته شي.

د بهسود د منځني ښوونځي مسموم شوې زده کوونکې انيسه، چې روغتون ته لېږدول شوې وه، پژواک اژانس ته وويل، چې د سهار له ۹ بجو نه يې په ښوونځي کې يو ډول بوی احساساوه، تر لسو بجو پورې د ښوونځي يو شمېر زده کوونکې بې حاله شوې.

د هغه په وينا، د ښوونځي انګړ او صنفونه يې ډېری وخت چټل وي او په منظم ډول نه پاکېږی.

امنيتي مسوولينو هم د ګرمې هوا او د ښوونځي ناپاکوالى د نجونو د مسموميت لامل بللى دى.

د سرپل د امنيت امر ډګروال سخي داد حيدري پژواک اژانس ته وويل، په سيمه کې يې داسې شواهد پيدا نه کړل، چې زهري مواد دې پاشل شوي وي.

نوموړي زياته کړه، په دې وروستيو کې په هېواد کې د مسموميت پېښو د هر ښوونځي زده کوونکې وېرولې، چې له امله يې له هر عادي بوی سره هم حساس وي.

د هغه په وينا، په کار ده چې ښوونځي پاک وساتل شي، څو د ګرمۍ په موسم کې له ورته پېښو مخنيوی وشي.

خو د سرپل د پوهنې رييس عبدالغفور سرپلي وايي، چې د دوی ښوونځي په منظم ډول پاکېږي او د شوې پېښې لامل يې وېره په ګوته کړه.

 پرون هم د فارياب ولايت مرکز ميمنه کې د نجونو د يوې لېسې ٧٧ زده کوونکې مسمومې شوې وې او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې دي.

په تېرو پنځو کلونو کې په زياتو پېښو کې د ولايتونو په ښوونځيو کې زياتې نجونې مسمومې شوې، خو حکومت لا تر اوسه په جدي ډول د دغو قضيو پلټنه نه ده کړې.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version