بروکسل (پژواک ۱۴ غبرګولی ۹۲): د ناټو دفاع وزیران به د خپلې دوه ورځنۍ غونډې پر مهال د افغانستان د نوي ماموریت د پلانونو په اړه مهمې پرېکړې وکړي.
دغه څرګندونې د ناټو سازمان مرکزي ویاندې اووانا لیونسکي په بروکسل کې د دغه سازمان د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې تر پیلېدو مخکې له پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړې.
ټاکل شوې نن (د غبرګولي ۱۴مه) له غرمې مخکې د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه په بروکسل کې د ناټو په مقر کې پیل شي، چې په کې د افغانستان د دفاع وزیر جنرال بسم الله خان په ګډون د ایساف همکارو هېوادونو د دفاع وزیران، د ملګرو ملتونو او اروپایي هېوادونو استازي او په افغانستان کې د ناټو لوی قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ هم ګډون کوي.
اووانا زیاته کړه، چې دفاع وزيران به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو د نوي ماموریت د پلانونو په اړه چې تر اوسه یې څرنګوالی روښانه نه دی او د افغان ځواکونو روزنه، مشوره او همکاري په کې شامله ده، مهم ګام پورته کړي.
د هغې په وینا، تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو نوی ماموریت له افغانستان سره د ناټو او نړیوالې ټولنې د اوږودمهاله ژمنو څرګندويي کوي.
بلخوا د ناټو له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې غونډې په لومړۍ ورځ به د ناټو اړوندو موضوعاتو او له بېلابېلو هیوادونو سره د دغه سازمان پر اړیکو او په دویمه ورځ به له ایساف غړو هېوادونو سره په ګډه د افغانستان په اړه خبرې وشي.
سرچینې زیاته کړې، چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو او ایساف د اوسني روان ماموریت د پرمختګ او د نوي ماموریت پر پلانونو بحث وشي.
د ایساف اوسنی ماموریت د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې پای ته رسېږي او تر هغې وروسته د ناټو د روزنې، مشورې او همکاریو نوی ماموریت پیلیږي، خو تر اوسه د نوي ماموریت د څرنګوالي په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي.
دا چې د ناټو په نوي ماموریت کې به له افغان ځواکونو سره د همکارۍ بڼه څرنګه وي، نوی ماموریت به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا قرارداد ته اړتیا ولري او دغه ماموریت له امریکا سره د افغانستان په امنیتي تړون پورې څه تړاو لري؟ هغه پوښتنې دي چې کېدای شي تر دغه کنفرانس وروسته یې ځوابونه روښانه شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن