کابل (پژواک ٢ چنګاښ ٩٢): د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د (اتصالات شپږيزې) تر نامه لاندې پيل شويو سياليو کې د بست ساتونکو او د سپين غر پړانګانو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړې.
په دې سياليو کې د افغانستان له پنځو زونونو څخه پنځه غوره لوبډلې د ختيځ زون د سپين غر پړانګان، د سوېل ختيځ زون د مس عينک اتلان، د شمال زون د امو نهنګان، د سوېل زون د بست ساتونکي او د مرکزي زون د بند امير بازانو برخه اخيستې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د چنګاښ په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار لومړۍ لوبه د مس عينک اتلانو او د بست ساتونکو ترمنځ ترسره شوه، چې د بست ساتونکو په بريا پاى ته ورسېده.
د بست ساتونکو لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۱ منډې جوړې کړې؛ د دوى له لوري اصغر ستانکزي ۶۳ او شهزاد محمدي ۵۴ منډې جوړې کړې.
د مس عينک اتلانو لوبډلې ونه شواى کړى، چې دا هدف ترلاسه کړي او په شلو اورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو يواځې ١٣٠ منډې کړې، د دوى له لوري کپتان نوروز منګل ۳۰ او شاهد ۳۸ منډې جوړې کړې.
د بست ساتونکو له ډلې نجيب ځدراڼ د مس عينک ۳، سيد شېرزاد ۲ او محمد علم يو لوبغاړی وسوځاوه، چې په پايله کې د بست ساتونکو لوبډلې دغه لوبه د ٣١ منډو په توپير وګټله.
نجيب ځدراڼ د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وويل، چې دويمه لوبه تر غرمې وروسته د سپين غر پړانګانو او امو نهنګانو ترمنځ ترسره شوه، چې د سپين غر پړانګانو په بريا پاى ته ورسېده.
هغه زياته کړه، د لوبې پچه د سپين غر پړانګانو وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
دوى په ټاکل شويو شلو اورونو کې ۱۳۳ منډې جوړې کړې. قسيم ۴۸، نجيب ۳۰ او نسيم ۲۵ منډې جوړې کړې.
د امو نهنګانو له لوري ميرويس اشرف څلور، عزت الله دولتزي دوه، نورالله او شرف الدين يو يو لوبغاړي وسوځول.
د امو نهنګانو لوبډلې ونه شو کړای ياد هدف پوره کړي او د لوبې په شلم اور کې د ١١٨ منډو په جوړولو سره يې د ١٥ منډو په توپير لوبه وبايلله. د دوى له لوري عثمان ۲۴، مراد ۲۰ او ميرويس اشرف ۲۳ منډې جوړې کړې
د سپين غر پړانګانو له لوري حميد حسن، کريم صادق او ظاهر دوه دوه لوبغاړي او رشيد يو لوبغاړی وسوځاوه.
د لوبې په پاى کې د کرکټ بورډ لوى رييس سلاکار وزير شهزاده مسعود، اجرايوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد له خوا پر لوبغاړو جايزې ووېشل شوې.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن