ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اندړو کې به نوى امنيه قوماندان کار پيل کړي

23 Jun 2013 - 17:44
23 Jun 2013 - 17:44

غزني ( پژواک ٢ چنګاښ ٩٢) د غزني په ښار کې د اندړو ولسوالۍ د خلکو او پاڅون کوونکو لاريون له هغه وروسته پاى ته ورسېد،چې چارواکو ومنله ، تر څو سيمې ته  نوى امنيه قوماندان ولېږل شي.

د غزني د والي وياند فضل الرحمن سباوون د چنګاښ په ٢مه پژواک ته وويل، د اندړو خلکو ته د چارواکو له لوري ژمنه ورکړل شوه،چې دې ولسوالۍ ته به سمدستي نوى امنيه قوماندان لېږل کېږي.

هغه زياته کړه،چې د اندړو خلکو د يوه لاريون په ترڅ کې د کابل _ کندهار لويه لاره د دوو ساعتونو لپاره د ترافيکو پر مخ تړلې وساتله.

د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکو، د طالبانو پر خلاف د پاڅون غړيو او سيمه ييزو پوليسو شاوخوا ٣٠٠ تنو نن سهار د غزني په ښار کې له دې امله لاريون وکړ،چې د پاڅون يو تن مشر انجنير لطف الله کامران دې د دې ولسوالۍ د امينه قوماندان په توګه وټاکل شي.

د لاريون تنظيموونکى او د پاڅون يو تن مشر عمران وايي،چې دوى له چارواکو سره تر دوه ساعته کتنې وروسته دا ومنله،چې د اوسمهال لپاره دې د اندړو ته د انجنير کامران پر ځاى بل امنيه قوماندان راشي.

اندړو ولسوالي د غزني ښار په سوېل ختيځ کې دېرش کيلومتره لرې پرته ده،چې د طالبانو پر خلاف تر ولسي پاڅون وروسته په امن سيمه بدله شوې ده.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version