هرات (پژواک ٩ چنګاښ ٩٢): پوليسو د هرات په ښار کې يو قاچاق وړونکى له ٢٢ قلمه تاريخي اثارو سره نيولى دى.
د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپي د چنګاښ په ٩مه پژواک ته وويل، چې دغه اثار يې پرون ماښام د څلورمې امنيتي حوزې په اړونده سيمه کې په يوه کور کې موندلي دي.
امنيه قوماندان زياتوي، چې د دغو اثارو د قاچاق په تور يې يوتن نيولى او اوس ترې پوښتنې روانې دي.
نوموړى وايي، چې په دغو اثارو کې ډبرليکونه، لوښي، مسي سيکې او مجسمې شامل دي، چې لرغونتيا يې ٨٠٠ کاله مخينه لري.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اريا رووفيان د پوليسو د دغه اقدام ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې تر دې مهاله نيول شوي توکي دوى ته په رسمي توګه نه دي سپارل شوي.
هغه زياتوي، چې د نيول شوو تاريخي اثارو په اړه به پلټنه کوي، چې په کومه زمانه پورې تړاو لري او تاريخي ارزښت يې څومره دى.
دا په داسې حال کې ده، چې په ٢٠٠٩ کال د هرات له موزيم څخه ٣٩ قلمه لرغوني اثار غلا شوي وو، چې د دغو اثارو د غلا په تور نيول شوى تن وروسته په مرموز ډول ووژل شو.
دغه راز د هرات امنيه قوماندان وايي، چې نن سهار يې د هرات په ښار کې له يوه قاچاق وړونکي سره د کرستال په نوم ٤٧ کيلو نشه يي توکي نيولي دي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن