ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معنوي: تراوسه کابو ٧٥زره تنو د رايې ورکونې کارتونه ترلاسه کړي

1 Jul 2013 - 20:17
1 Jul 2013 - 20:17

کابل (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د پروسې له پيله تر اوسه شاوخوا ٧٥زرو کسانو د رايې ورکونې کارتونه ترلاسه کړي، خو په دغې پروسه کې د ښځو ونډه د قناعت وړ نه ده.

 د دغه کمېسيون مشر فضل احمد معنوي، نن مازيګر له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د دغو کسانو له ډلې څخه يواځې ١٦زره يې مېرمنې دي.

 خو هغه څرګنده کړه: “له بده مرغه د نوم ليکنې په پروسه کې د ښځو ونډه د قناعت وړ نه ده،  خو موږ له دولتي بنسټونو او مدني ټولنې سره کار کوو، چې عامه پوهاوى ډېر کړو، ترڅو ښځې ډېرې وهڅول شي او کارتونه ترلاسه کړي.”

 معنوي زياته کړه، هغوى تر اوسه له کومې تخنيکي او امنيتي ستونزې سره نه دي مخ شوي او امنيتي ځواکونو د نوم ليکنې په مرکزونو کې ټينګ تدابير نيولي دي.

 د هغه د معلوماتو له مخې، په کابل ولايت کې خلکو تر ټولو زيات کارتونه تر لاسه کړي، خو تر ټولو کم يې په سوېلي ولايتونو او نورستان کې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر وويل، چې اوسمهال د رايو ورکونې مرکزونو شمېر ٤٠ مرکزونو ته رسيږي، خو د دوهم پړاو له پيلېدو سره به په ولسواليو کې دغه شمېره ٤٠٠ مرکزونو ته ورسيږي، چې د مراجعينو شمېره به هم له دې سره پورته ولاړه شي.

د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنو د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسې لومړى پړاو د روان کال د غبرګولي مياشتې په ٥مه په رسمي ډول پيل شوى او ټاکل شوې، چې څلور ميليونه هغو هېوادوالو ته، چې د دغې پروسې له شرايطو سره برابري دي، کارتونه ووېشي.

دغه لړۍ به دوه مياشتې دوام ومومي او د زمري تر ٥مه به د ولايتونو ولسواليو ته هم وغځېږي.

د ويلو ده، چې تېره مياشت د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور ويلي و، چې تر اوسه په ټول هېواد کې شاوخوا ٢٠زرو تنو کارتونه تر لاسه کړي، چې له درېيو زرو څخه زياتې يې ښځې او ٥١ تنه يې کوچيان دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د کارتونو د وېش لړۍ په پنځو کټګوريو وېشل شوې ده؛ هغه وګړي چې عمر يې ١٧ کاله دى او د ١٣٩٣ لمريز کال د وري مياشتې په ١٦مه به ١٨ کلن شي، هغه افغانان چې له کډوالۍ نه راستانه شوي، هغه کسان چې عمر يې اتلس کاله او يا هم له دې نه لوړ دى او په تېرو پروسو کې يې نوم ليکنه نه ده کړې.

همدارنګه هغه کسان چې خپل کارتونه يې ورک کړي او يا هم د خرابېدو له امله د کارونې وړ نه دي، هغه کسان چې استوګنځي يې بدل شوي، دوى ټولو ته د ټاکنو نوي کارتونه ورکول کېږي

ټاکل شوې، چې ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه په يوه وخت په ټول هېواد کې ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکو په لومړيو کې د ټاکنو د امنيت ټينګښت او د نوم ليکنې له پروسې څخه اندېښنه څرګنده کړې وه او ويلي يې و، چې دوى له امنيتي ننګونو سره مخ دي او غواړي، چې دغه ستونزه هواره شي.

خو د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې افغان امنيتي ځواکونه د ټاکنو امنيت ټينګښت او د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزونه لپاره بشپړ چمتووالى لري او په دې اړه بايد هېڅوک هم اندېښنه ونه لري.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version