ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کامدېش کې ٨ سرحدي پوليس او ٥ طالبان وژل شوي

5 Jul 2013 - 15:30
5 Jul 2013 - 15:30

اسعد اباد، جلال اباد ( پژواک ١٤ چنګاښ ٩٢ ) :  امنيتي چارواکي وايي چې د نورستان د کامدېش په ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه نښته پرون د کامدېش ولسوالۍ په سرحدي سيمه ګوردش کې پيل شوې وه اونن سهار پاى ته رسېدلې ده.

ګوردش د کامدېش او او د کونړ د ناړۍ ترمنځ په ګډه پوله پرته سيمه ده.

د ناړۍ ولسوال ګل زمان د چنګاښ په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ګڼ شمېر وسلوالو طالبان  د ګوردش په سيمه کې دسر حدي پوليسو پر پوستو بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه چې وسلوالو طالبانو د يوې لنډې مودې لپاره درې پوستې هم نيولې وې، خو وروسته د پوليسو په ځوابي بريد کې له پوستو وتښتېدل او ورته مرګ ژوبله هم واوښته.

ولسوال وايي چې په دې نښته کې اوه تنه سرحدي پوليس او پنځه تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي ، دغه راز اوه پوليس او ګڼ شمېر وسلوال ټپي شوي هم دي.

ګل زمان وويل چې د وژل شويو طالبانو مړي او دهغوى وسلې او مهمات په سيمه کې پاتې شوې دي.

د کامدېش ولسوال مولوي عبدالرحمن د ټېلېفون په ليکه پژواک ته همدومره وويل چې په دې نښته کې اته پوليس وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي، خو د نورو معلوماتو ورکولو پرته يې ټېلېفوني اړيکه پرې شوه.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا کوي چې دوى د پوليسو شپږ پوستې نيولې وې او ١٨ پوليس يې وژلي دي.

هغه زياته کړه چې له پوستو څخه يې وسلې او مهمات هم له ځانه سره وړي دي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version