کابل(پژواک ١٨ چنګاښ ٩٢): دکابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې دسړک غاړې ماين دچاودنې له امله دسوداګريز شرکت ايلکس موټر ويجاړ شو .
دپغمان دامنيه قوماندانۍ مرستيال سمونوال عبدالجميل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه تېره نيمه شپه در فرمان خېلو په کلي کې شوې ده .
هغه زياته کړه، چې په دغه پېښه کې د عظيم شريفي لميتد په نامه د يوه شخصي شرکت ايلکس موټر له ساحې د تېرېدو په حال کې و، ويجاړ شو، خو سورلۍ ته يې څه زيان نه دى رسېدلى .
سرچينې وويل، چې په دغه پېښه کې د وطن دښمنان لاس لري، چې په اړه يې پلټنې پيل کړي ، خو تراوسه يې په تړاو څوک نه دي نيولي .
د سيمې يوه اوسېدونکي او د اى ار ډي په نامه يوې موسسې کارکوونکي پژواک ته وويل ،چې دچاودنې غږ ډېر قوى و، کله چې سهار له کوره دفتر ته راته ، نو ويې ليدل، چې دسړک يوه برخه دچاودنې له امله ويجاړه شوې ده .
دهغه په خبره ، ايلکس موټر هم ويجاړ شوى ،چې ځينې برخې يې پر سړک پرتې وې .
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن