ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جلال اباد کې چاودنې پنځه تنه ټپيان کړل

13 Aug 2012 - 08:34
13 Aug 2012 - 08:34

جلال اباد (پژواک ٢٣ زمرى ٩١): د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې نن د يوې چاودنې له امله پنځه عام وګړي ټپيان شوي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال حضرت حسين مشرقي وال د زمري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه نن سهار اته بجې عيدګاه جومات ته څېرمه وشوه.

هغه زياته کړه، چې چاودېدونکي توکي په يوې رېکشه کې ځاى پر ځاى شوي وو او د استيناف څارنوالۍ ته نږدې د سړک تر غاړي چاودنه رامنځته شوه.

نوموړى وايي، چې په دې چاودنه کې څلور ملکي وګړي ټپيان او د پوليسو له خوا روغتون ته وړل شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر باز محمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې روغتون ته يې پنځه ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه څه ونه ويل.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، چې په ټپيان کې د دغه ولايت د عدليې رييس هم شامل دى.

خو دعدليې رييس څارنوال خليل محمد پژواک اژانس ته وويل چې په چاونه کې دده موټر ويجاړ شوى، خو دى پکې نه و، ځکه نه دى ټپي شوى.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې دى پخپل موټر کې دفتر ته تللى و، خو په موټر کې يې مامورين معاشونو اخيستو پسې وتلي وو، چې دچاودنې ښکار شول.

د نوموړي په وينا، په چاودنه که يې موټر چلوونکى او دوه مامورين ټپيان شوي دي.

د نجيب الله په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه ډېره زوروره وه او په سيمه کې يې يو شمېر نور موټر هم ويجاړ شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version