ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد ښار کې چاودنې درې ملکي وګړي ټپيان کړي

24 Jan 2021 - 10:26
24 Jan 2021 - 10:26

جلال اباد (پژواک، ۵ سلواغه ۹۹): چارواکي وايي، د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د يوې چاودنې له امله درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي، چاودنه د سمنټو په يوه پلورنځي کې شوې ده.

د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې چاودنه نن سهار اووه بجې او ۳۵  دقيقې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند د چپرهار زړې اډې ساحې په يوه دوکان کې شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه دوکاندار ته چې سمنټ پلورونکی دی، مخکې هم ګواښونه شوي وو چې نن سهار ورته چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو او چاودنه يې کړې ده.

د جلال اباد حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر پژواک اژانس ته وويل، د پېښې له ځايه روغتون ته درې ټپيان ور وړل شوي دي.

دی وايي، د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.

د چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو ولايتونو کې د چسپکي او نورو ماينونو چاودنې ډېرې شوې چې له امله يې خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version