جلال اباد (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۰): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د طالبانو پر موټريز کاروان د سړک غاړې ماين چاودنه شوې چې اتو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
روغتيايي سرچينې وايي چې په وژل شوو او ټپيانو کې درې ملکي وګړي هم شامل دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست پژواک اژانس ته تاييد کړه چې نن سهار شاوخوا ۹ بجې د ښار د لومړۍ ناحيې اړوند شېرين دل پلازا سره نږدې د سړک غاړې ماين چاودنه کړې ده.
د پېښې يو عيني شاهد رسول خان پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه د طالبانو پر موټريز کاروان شوې او وروسته طالبانو هوايي ډزې هم کړې دي.
د ننګرهار يوې روغتيايي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې د پېښې له ځايه د جلال اباد حوزوي روغتون ته ۸ کسان ور وړل شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې،دوو کسانو چې يو يې طالب او بل ملکي دی روغتون کې ساه ورکړې او څلور طالبان او دوه نور ملکي وګړي ټپيان دي.
د دغې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
په دې وروستيو کې جلال اباد ښار کې امنيتي پېښې ډېرې شوي چې چارواکي يې د داعش وسله والې ډلې کار بولي.
Views: 100
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن