ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جلال اباد کې د چاودنې له امله ۱۲ ملکي وګړي ټپيان شوي

په جلال اباد کې د چاودنې له امله ۱۲ ملکي وګړي ټپيان شوي

author avatar
29 Jun 2021 - 14:57
په جلال اباد کې د چاودنې له امله ۱۲ ملکي وګړي ټپيان شوي
author avatar
29 Jun 2021 - 14:57

جلال اباد (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۰): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې په يوه بايسکل کې ځای پرځای شوي ماين چاودنه کړې چې له امله یې ۱۲ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان د چنګاښ په ۹مه پژواک اژانس ته وويل چې نن غرمه شاوخوا يوه بجه د جلال اباد ښار د اوومې ناحيې اړوند سره رود دوسرکې سيمه کې د ملکي خلکو په ګڼه ګوڼه کې چاودنه شوې ده.

هغه وايي، څرګنده نه ده چې چاودېدونکي توکي چېرته ځای پرځای شوي و؛ خو په سيمه کې يو بايسکل تر سترګو کېږي چې ګومان کېږي چاودېدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي وو.

ده زیاته کړه، چاودنې څلور کسان ټپيان کړي دي.

بلخوا د جلال اباد د حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر پژواک اژانس ته وويل چې د پېښې له ځايه ورته ۱۲ ټپيان ور وړل شوي چې ټول ملکي وګړي دي.

د پېښې يوه عيني شاهد صفي الله پژواک اژانس ته وويل چې چاودېدونکي توکي بايسکل کې ځای پرځای شوي وو او چاودنه کې ډېری ټپيان هغه کسان دي چې پر لاسي کراچۍ باندې یې سبزي پلورله.

د چاودنې مسووليت تراوسه چا نه دی منلی

Views: 54

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.