هرات (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩٢): د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا وايي، چې دولت چمتو دی طالب پلاوى د سولې لپاره کابل ته ومني، خو طالبان په دغه کار کې خپلواک نه دي.
سپنتا دغه خبرې نن (د چنګاښ ٢٧مه) د هرات په کرخ ولسوالۍ کې د خپل ورور احمدولي طاهري د جنازې تر مراسمو وروسته يوې خبري غونډې ته وکړې.
احمدولي طاهري تېره ورځ په خپله پلرنۍ سيمه کرخ کې د وسله والو له خوا د تومانچې پر ډزو ووژل شو.
ډاکټر سپنتا د خپل ورور د وژنې تر شا د بهرنيو جاسوسي کړيو لاس بولي، خو په دې اړه يې په ښکاره د کوم هېواد نوم وانه خيست.
هغه زياته کړه، چې تر دې مخکې يې د کورنيو نور غړي هم ګواښل شوي وو.
سپنتاد قطر د سولې په پروګرام کې افغان دولت په خپله کړې ژمنه ولاړ وباله، خو ويې ويل، طالبان په تصميم کې خپلواک نه دي او په کوېټه، پېښور او وزيرستان کې نورې کړۍ مشورې ورکوي.
نوموړي د ايران په اړه د يو ښه ګاونډي کلمه وکاروله او زياته يې کړه، که څه هم په ايران کې د ترهګرو د اډو او د روزنيزو مرکزو خبرونه اورېدل کېږي، خو په عمل کې هيڅ ثبوت نشته، چې ايران به افغانستان ته ترهګر، يا وسلې رالېږلې وي.
ډاکټر سپنتا وايي، طالبانو نرمې جګړې ته مخه کړې او په ناځوانمردانه ډول د لوړ پوړو حکومتي مامورينو دکورنۍ غړي وژني.
د احمد ولي د جنازې په مراسمو کې دولتي چارواکو، قومي مخورو او د سيمې شاوخوا ٥٠٠٠ کسانو ګډون کړى و او نن يې مړى په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.
نوموړى د کرخ په ولسوالۍ کې د څارنوالۍ اداري مدير و، چې پرون سهار ووژل شو او د وژنې پړه يې وسله والو طالبانو پر غاړه واخيسته.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن