کندوز (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩٢): امنيتي چارواکي وايي، چې د کندوز په ښار کې د يوه وسله وال بريد په ترڅ کې د يوې امنيتي پوستې د قوماندان په ګډون درې پوليس وژل شوي دي.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني وايي، چې نن سهار ٦ بجې د درېيمې امنيتې حوزې اړوند د شرکت پل اسياب سيمه کې وسله والو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ او د يادې پوستي د قوماندان په ګډون دوه پوليس ووژل شول او دوه نور سخت ټپيان شول.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بريد کوونکي د امنيتي ځواکونو له را رسېدو مخکې په تېښته بريالي شوي او ګومان کېږي، چې هغوى له ګورتپې سيمې د کندوز ښار اړوند سيمې ته راغلي وي.
خو د سيمې اوسېدونکى عين الدين بيا وايي، چې په لومړي ځل د راکټ ډز واورېدل شواو کله چې خلک د پوستې لوري ته ولاړل، د پوليسو څلور مړي يې وليدل، چې په رينجر موټرو کې لېږدول کېدل.
خو د کندوز د حوزوي روغتون مشر ډاکتر قدوس مياخېل وويل، چې د پوليسو درې مړي روغتون ته ور وړل شوي دي.
د يادونې ده، تېره ورځ د ياد ولايت سيمه ييزو چارواکو ادعا کړې وه، چې په ګورتپې سيمه کې د يوه نظامي قوماندان په ګډون ٧ طالبان وژل شوي، خو طالبانو بيا دغه ادعا نه مني او وايي، چې د اربکيو د يوه قوماندان په ګډون يې څلور پوليس وژلي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن