ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عزیز: طالبانو سره له خپلو اړیکو د افغانستان دسولې په ګټه کار اخلو

21 Jul 2013 - 20:25
21 Jul 2013 - 20:25

کابل ( پژواک ۳۰ چنګاښ ۹۲ ) د پاکستان د ملي امنیت سلاکار وایي چې دوی طالبانو سره د خپلو اړیکو څخه په ګټې اخیستو سره دافغانستان سولې پروسې سره مرسته کوي، خو زیاته یې کړه چې دوی دافغانانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د بریالیتوب ضمانت نه شي ورکولی.

د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د ملي امنیت او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز دغه څرګندونې نن مازیګر په کابل کې دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.

سرتاج عزیز له یوه لوړ پوړي پلاوي سره نن تر غرمې وروسته کابل ته رسیدلی دی او تر ماښام وروسته یې ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدلي دي.

هغه په یاده خبري غونډه کې وویل چې کابل ته یې دسفر موخه د لومړي وزیر نواز شریف پیغام راوړل او اسلام اباد ته ولسمشر حامد کرزي ته دسفر بلنه ورکول دي.

عزیز وایي : (( په افغانستان کې یوه نوې مرحله پیل شوې ده، دامنیت دلیږد پروسه روانه ده، نړیوال ځواکونه له دې ځایه وځي او راتلونکی کال د سیاسي لیږد پروسه هم ترسره کیږي، موږ په دې ټولو مرحلو کې دافغانستان بریالیتوب غواړو.))

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په ټینګار سره وویل چې دوی دیوه باثباته او متحد افغانستان غوښتونکي دي او په دې باور دي چې په ا فغانستان کې له سولې او ثبات پرته په پاکستان کې سوله نه راځي.

د هغه په وینا، لومړي وزیر نواز شریف پرون د بهرنۍ تګلارې د تشریح پر مهال په ډاګه کړه، چې دوی نه غواړي دافغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او یا هم دافغانستان له یوې ځانګړې ډلې ملاتړ وکړي.

دغه پاکستاني لوړ پوړي چارواکي د افغانستان دسولې  د پروسې په اړه وویل چې دوی له طالبانو سره اړیکې لرلې او دوی چمتو دي چې د سولې له پروسې سره مرسته وکړي .

د هغه په وینا، طالبانو سره له دغو اړیکو څخه به دافغانستان په ثبات کې کار واخلي.

خو سرتاج عزیز وویل چې دوی پر طالبانو کنټرول نه لري .

 نوموړی وایي چې دوی دافغانستان دسولې دعالي شورا په غوښتنه ۲۶ طالب بندیان خوشې کړل که په راتلونکي کې دسولې شورا په دې برخه کې نوره غوښتنه وکړي، نو پاکستان چمتو دی چې خپل رول ترسره کړي.

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول هیله څرګنده کړه، چې د پاکستان له نوي حکومت سره به اړیکې پراخې کړي.

هغه زیاته کړه چې افغانستان یواځنی هیواد دی چې پاکستان سره د پراخو اړیکو لپاره ډیرې هلې ځلې کړې دي.

خو هغه وویل چې دا هڅې څه ډول چې لازمه وه، پایلې نه دي ورکړي.

زلمي رسول چې افغانستان غواړي د پاکستان نوي حکومت سره د اړیکو یو نوی باب پرانیزي.

 

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version