کابل (پژواک ۳۱ چنګاښ ۹۲): د امريکا لوى درستيز جنرال مارټن ډيمپسي په رسمي سفر افغانستان ته راغلى دى.
په کابل کې د ايساف يوې سرچينې د چنګاښ په ۳۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې جنرال ډيمپسي به په افغانستان کې د مېشتو نړيوالو ځواکونو له قوماندانانو او افغان چارواکو سره وګوري. بلخوا دولتي سرچينې وايي، چې د امريکا لوى درستيز جنرال ډيمپسي او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال ډنفورډ نن له غرمې مخکې په ارګ کې له ولسمشر کرزي سره ليدلي دي. وروسته له هغه چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستل کېدو د څرنګوالي پر سر د افغانستان او امريکا اړيکې خرابې شوې او پر امنيتي سند خبرې وځنډيدې، افغانستان ته د امريکايي لوړ پوړي چارواکي دغه لومړي سفر دى.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن