کابل (پژواک ۳۱ زمری ۹۱): د امريکا د لوی درستيز الوتکه تېره شپه په بګرام هوايي ډګر کې په راکټي بريد کې زيانمنه شوې، خو په خپله لوى درستيز ترې روغ وتلی دی.
په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د زمري په ۳۱مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه وسلوالو مخالفينو پر بګرام هوايي ډګر راکټي بريد کړی و.
سرچينې زياته کړې، چې يو راکټ پر هغې الوتکه لګېدلی چې په کې د امريکا لوی درستيز جنرال مارټن ډيمپسي افغانستان ته راغلی و.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په دې پېښه کې د ايساف يوه بله چورلکه هم زيانمنه شوې ده.
ايساف وايي، چې د راکټي بريد پر مهال جنرال ډيمپسي په الوتکه کې نه، بلکې د بګرام هوايي ډګر اړوند په خپله خونه کې و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د امريکا لوی درستيز په يوه بله الوتکه کې له افغانستان څخه وتلی دی.
که څه هم ايساف وايي، چې په دې پېښه کې څوک نه دي ټپي شوي، خو غربي رسنيو خبر ورکړی، چې په دغه بريد کې د جنرال ډيمپسي د الوتکې دوه کارکوونکي ټپي شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې د امريکا لوی درستيز له افغان او ايساف جنرالانو سره د داخلي بريدونو په اړه د خبرو اترو په موخه وړمه شپه افغانستان ته راغلی و.
Views: 481
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن