چاريکار (پژواک، ٢١ وږى ٩١): د بګرام پر هوايي ډګر په راکټي بريد کې يوه چورلکه له منځه تللې او د افغان امنيتي ځواکونو څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د پروان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمداکرم بېکزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه راکټي بريد نن سهار وختي د بګرام هوايي ډګر له لوېديځ لوري شوى دى.
بګرام هوايي ډګر د امريکايي ځواکونو لويه اډه ده.
د بېکزاد د معلوماتو له مخې،افغان امنيتي ځواکونه د دغه هوايي ډګر له لارې د پروان کوه ساپي ولسوالۍ ته له بهرنيو ځواکونو سره د ګډو عملياتو د ترسره کولو په موخه روان وو، چې دغه بريد ترسره شو.
د ده په وينا، افغان ځواکونه د بهرنيو ځواکونو اړوند چورلکې ته پورته شوي وو، چې تر خوا يې راکټ ولګېد.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې د ملي امنيت درې کسان او يو پوليس وژل شوي او د پروان د لويې لارې قوماندان سمونوال محمدغياث په ګډون څلور پوليس ټپيان شوي دي.
سرچينې زياته کړه، چې ياده چورلکه هم سوځېدلې او له منځه تللې ده.
هغه وويل، چې دى د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
بهرنيو ځواکونو هم تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د بګرام هوايي ډګر ته د نږدې سيمې (دهن ميدان) اوسېدونکى محمد ملک وايي، چې ده په هوايي ډګر کې د لګېدلو دوو راکټونو غږ اورېدلى او نور يې په اړه معلومات نه لري.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د بګرام هوايي ډګر تېره شپه درې ځلې د سکر بيست توغنديو تر بريد لاندې راغلى ، چې له امله يې امريکايانو ته د سر او مال درانه زيانونه اوښتي دي.
هغه وايي، چې په دغو بريدونو کې پوځي الوتکو ته هم ډېر زيان اوښتى او د افغان دولت اته تنه سرتېري هم په کې وژل شوي دي.
د روان کال د زمري د مياشتې پر ٣١مه شپه د امريکا د لوی درستيز الوتکه هم په بګرام هوايي ډګر کې په راکټي بريد کې زيانمنه شوه، خو لوى درستيز د بريد پر مهال په الوتکه کې نه و.
دغه راکټ پر هغې الوتکه لګېدلی و، چې د امريکا لوی درستيز جنرال مارټن ډيمپسي په کې افغانستان ته راغلی و.
په دې پېښه کې د ايساف يوه بله چورلکه هم زيانمنه شوې وه.
Views: 104
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن