ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بګرام پر هوايي ډګر توغندیز بريد شوى

19 Dec 2020 - 12:04
19 Dec 2020 - 12:04

کابل (پژواک، ۲۹لېندۍ ٩٩): ناپېژاندو کسانو په پروان ولايت کې د بګرام پر هوايي ډګر چې د بهرنيو ځواکونو تر ټولو ستره پوځي اډه ده، توغندیز بريد کړى دى.

د پروان د والي وياندې وحيده شهکار د لېندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار پنځه بجې او ۵۰ دقیقې د دغه ولایت له قلندرخېل سيمې د بګرام پر هوايي ډګر پنځه توغندي وتوغول شول.

د نوموړې په وينا، دغه توغندي له يوه موټره توغول شوي چې وروسته امنيتي ځواکونو ياد موټر او په کې پاتې ناتوغول شوي اووه توغندي کشف او شنډ کړل.

شهکار زياته کړې چې د دغه بريد له امله د ځاني او مالي زيانونو په اړه معلومات نه لري.

خو په کابل کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار پر بګرام هوايي ډګر راکټونه توغول شوي چې په هوايي ډګر کې دننه لګېدلي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دغه برید کې ځاني یا مالي زیان نه دی اوښتی.

د يادونې ده، له دې مخکې هم پر بګرام هوايي ډګر دا ډول توغنديي بريدونه شوي دي.

بلخوا له تېرو څو مياشتو راهيسې په کابل ښار کې هم له موټرو دغه ډول بريدونه شوي چې له امله يې لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version