ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بګرام پر هوایي ډګر د طالب بندیانو تر خوشي کېدو وروسته راکټي برید وشو

9 Apr 2020 - 09:30
9 Apr 2020 - 09:30

چاریکار (پژواک،۲۱ وری ۹۹): پروان کې د بګرام پر هوایي ډګر په داسې حال کې نن سهار راکټي برید وشو، چې تېره ورځ د دغه هوایي ډګر له زندان څخه سل تنه طالب بندیان خوشي شول.

د پروان امنیه قوماندان سمونوال هارون مبارز پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو نن سهار شاوخوا پنځه بجې پر دغه هوایي ډګر راکټي برید وکړ.

د ده په وینا، پر دغه هوایي ډګر، د پروان د مرکز اړوند د "دشت هوفیان حاجي قدوس" له سیمې د "بِي ايم یو"پنځه توغندي توغول شوي دي.

د ده په وینا، د بي اېم یو، دوه توغندي په یاد هوایي ډګر کې لګېدلي، خو درې نور هوایي ډګر ته څېرمه د "جان قدم" په کلي کې پر کور لګېدلي، چې مالي زیان یې اړولی، خو ځاني زیان نه لري.

هغه وایي چې دغه توغندي له یو ټويټا ډوله موټر څخه توغول شوي او دغه موټر هم سوځېدلی دی.

د ده په وینا، تر اوسه نه ده څرګنده چې د دغو توغندیو د لګېدلو له امله په هوایي ډګر کې چا ته مرګ ژوبله اوښتې او که نه.

د مبارز په وینا، امنیتي ځواکونو په سیمه کې د دغه برید په تړاو څېړنې پیل کړي دي.

طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړی او ناټو ویلي چې پنځه راکټ توغول شوي،  خو زیان نه لري.

د بګرام پر هوایي ډګر په داسې حال کې دغه برید کیږي چې تېره ورځ (دوري شلمه) د دغه میدان له زندان څخه سل طالب بندیان خوشي شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version