ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر بګرام هوايي ډګر د بريد مخه ونيول شوه

5 Oct 2013 - 16:38
5 Oct 2013 - 16:38

پروان (پژواک ١٣ تله ٩٢): ځايي چارواکي وايي، چې د بګرام پر هوايي ډګر تر توغندويي بريد وروسته د امريکايي ځواکونو پر دې اډه د بريد لپاره عيار شوي ٩ توغندي کشف او شنډ شول.

 د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال حشمت الله مسلم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا اته بجې دوه توغندي پر ياد هوايي ډګر ولګېدل، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.

دغه راز هغه زياته کړه، چې څلور نور توغندي د هوايي ډګر پر شاوخوا سيمو هم لګېدلي او مرګ ژوبله نه لري.

 د هغه په وينا، دغه بريد د هوايي ډګر لوېديځ ته د “پنج قلعۀ خواجه” له سيمې شوى دى.

دى وايي، چې امنيتي ځواکونه تر بريد وروسته ژر يادې سيمې ته ورغلل او هلته يې په بېلابېلو باغونو کې پر  هوايي ډګر بريد ته عيار شوي ٩ توغندي کشف او شنډ کړل.

ده وويل، چې د بريد او يادو توغنديو په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

يو تن چې ځان زبير صديقي او په پروان کې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي وياند معرفي کوي، د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرې شپې ياد بريد دوى کړى دى.

هغه زياته کړه، چې د دغه ګوند کسانو له بېلابېلو سيمو د بګرام پر هوايي ډګر تر ٤٠ ډېر توغندي توغولي او په ياد ميدان کې يې بهرنيو ځواکونو ته ځاني او مالي زيان اړولى دى.

ايساف تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version