اسلام اباد ( پژواک ۴ زمری ۹۲ ) دډیورنډ پولې پورې غاړه قبایلي سیمې پاړه چنار کې په دوو غبرګو چاودنو کې ۴۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپيان دي.
د پاړاه چنار یې امنیتي سرچینې د زمري په ۴مه، رسنیو ته ویلي دي چې دواړه چاودنې نن مازیګر ناوخته د پاړه چنار په مرکزي بازار کې هغه مهال وشوې کله چې خلکو د روژه ماتې د سوداوو په اخیستلو بوخت وو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په دې چاودنو کې ۴۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپيان دي.
عیني شاهدان وایي چې لومړۍ چاودنه د یوه موټرسایکل په وسیله شوې کله چې خلک راټول شوي نو بله چاودنه دیوه ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې ده.
د روغتون د سرچینو د معلوماتو له مخې دوی ته ۳۹ جسدونه او تر ۱۰۰ پورې ټپیان ور و ړل شوي چې دیو شمیر یې روغتیایي حالت داندیښنې وړ دی.
ددې چاودنو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن