ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه ايراني موټر چلوونکي د تښتوونکو له بنده راخوشې شول

هرات (پژواک، ١٠ زمرى ٩٢): د هرات پوليسو د پټو عملياتو په ترڅ کې دوه تښتول شوي ايراني اتباع د تښتوونکو له بنده را خوشې کړل.

د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپي د زمري په ١٠مه ، پژواک اژانس ته وويل، تښتول شوي دغه ايرانيان د تېلو د ټانکرو موټر چلوونکي دي، چې يو يې دوه ورځې او بل يې شل ورځې مخکې تښتول شوي وو.

امنيه قوماندان زياتوي، چې دوى د زند جان ولسوالۍ اړوند د هرات-اسلام کلا تر منځ پر لويه لار تښتول شوي وو.

د نوموړي په وينا، د سعيد په نوم يو تن، چې دوه ورځې مخکې تښتول شوى و، پرون مازديګر د تښتوونکو له منګلو راخلاص او په تور يې دوه تنه ونيول شول.

د ده په خبره، د محمد يونس په نوم ايرانى ټانکر چلوونکى، چې شل ورځې مخکې تښتول شوى و، د غوريانو په ولسوالۍ کې ازاد شو.

ساپى وايي، د محمد يونس په تښتوونکو پسې لټه روانه ده، خو تر دې مهاله يې د تښتونې په تور څوک نه دي نيول شوي.

اسلام کلا بندر له هرات ښاره ١٢٠ کيلومتره لرې پروت دى، په دې وروستيو کې پر دې لاره تښتونې زياتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څلور مياشتې مخکې پر دې لاره دوه ايراني اتباع وتښتول شول او تر تښتونې څو ورځې وروسته يې مړي وموندل شول.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version