ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيضي:ولسمشر کرزى د کوم ځانګړي کانديد ملاتړ نه کوي

15 Aug 2013 - 16:26
15 Aug 2013 - 16:26

کابل (پژواک ٢٤ زمرى ٩٢): د ولسمشر وياند وايي، چې حامد کرزي په راتلونکو ولسمشريزو ټولټاکنو د کوم ځانګړي کانديد ملاتړ نه کوي.

د ولسمشر وياند اېمل فيضي د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له څه مودې راهيسې ولسمشر حامد کرزي له يو شمېر سياسي او جهادي رهبرانو سره د افغانستان د سياسي راتلونکي، ټولټاکنو او ځينو نورو ملي مسايلو په اړه مشورتي غونډې پيل کړې دي.

هغه زياته کړه، چې د غونډو دا لړۍ ادامه لري، خو ولسمشر کرزي د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د کوم ځانګړي کانديد ملاتړ نه دى کړى او نه يې په دې برخه کې څوک هڅولي چې د کوم چا ملاتړ وکړي.

نوموړى وايي، چې په دې اړه په ځينو کورنيو او لوېديځو رسنيو کې خپاره شوي راپورونه کاملاً بې اساسه دي.

بلخوا يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته ويلي، چې تېره شپه په ارګ د ولسمشر کرزي په ګډون مشورتي غونډه شوې او په دې کې يې د بهرنيو چارو د وزير ډاکټر زلمي رسول پر کانديداتورۍ غور شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د دعوت اسلامي د ګوند يوه غړي ويلي وو،  ټاکلې شوې د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو په اړه د عبدالرب رسول سياف له لوري ډېر ژر “ملي اجماع” په لاره واچول شي.

د عبدالرب رسول سياف په مشرۍ د دعوت اسلامي ګوند لوړپوړي غړي او په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي محمد داوود کلکاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادې غونډې جوړېدل حتمي دي.

ده زياته کړه: “ولسمشر حامد کرزي او مطرحو سياسي اړخونو، لکه ملي اېتلاف، ملي جبهې او د هېواد ټولو سياسي او مخورو کسانو ته په دې ملي اجماع کې، چې تر دوو اونيو پورې به په کابل کې جوړه شي، د ګډون بلنه ورکړل شوې او هغوى دغه بلنه منلې هم ده.”

د کلکاني په خبره، د دې ناستې اصلي موضوع د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې دي، چې په ترڅ کې به يې عبدالرب رسول سياف خپله جوړه کړې طرحه وړاندې کړي او له مخې به يې پر يوه تر دريو کانديدانو بحث او خبرې وشي.

بلخوا ځينې سرچينو ويلي وو، چې ولسمشر کرزي  د استاد سياف د کانديدۍ د ملاتړ پرېکړه کړې ده.

د استاد سياف له لوري د “ملي اجماع” جوړېدل، چې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې يې مهمه موضوع ده، په داسې حال کې مطرح کېږي، چې يوه مياشت مخکې اعلان وشو، چې دغه پخوانى جهادي مشر به په راتلونکو ټاکنو کې يو کانديد وي.

د هغه کانديداتوري د چنګاښ په ٢٤مه شپه، د مارشال محمدقسيم فهيم په کور کې په کابل کې اعلان شوه او په هغه وخت کې، د ملي ايتلاف يوې سرچينې پژواک اژانس ته ويلي و، چې په دې ناسته کې له عبدالرب رسول سياف سربېره، مارشال محمد قسيم فهيم، اسماعيل خان، عبدالله عبدالله، يونس قانوني  او يو شمېر نورو د مجاهدينو پخوانيو مشرانو ګډون کړى وو.

ټاکل شوې، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version