ميمنه (پژواک ٧ وږى ٩٢): د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې د يوې پوستې دوه پوليس وژل شوي او يو يې له مخالفينو سره يو ځاى شوى دى.
د قيصار ولسوال عبدالجميل صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ په “چشمه قزلسو” سيمه کې رامنځته شوه.
د هغه په وينا، کېداى شي د لويې لارې د ساتنې د يادې پوستې هغه پوليس به، چې له طالبانو سره يو ځاى شوى، مخکې له طالبانو سره اړيکې لرلې.
خو دى وايي، له دې امله چې په پوسته کې د بريد پر مهال يواځې درې پوليس وو، اړوند امنيتي چارواکي ګرم بولي ا و وايي، چې په دې ډول پوستو کې بايد ډېر امنيتي کسان شتون ولري.
د سيمې يو قومي مشر احمدفرهاد هم د دوو پوليسو وژل کېدل او له طالبانو سره د يوه يو ځاى کېدل تاييدوي او وايي چې بريد کوونکو له پوستې څخه درې کلاشينکوفونه، يو نارنجک غورځوونکى او يوه پيکا هم له ځان سره وړي دي.
وسله والو طالبانو د ياد بريد په اړه څه نه دي ويلي، خو وايي چې تېره ورځ د قيصار په ولسوالۍ کې په جلا بريدونو کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن