دريم تعقيب – کندوز(پژواک،٨وږى٩٢) : د کندوز ولايت امنيتي مسوولين وايي ، چې د نن سهار په ځانمرګي بريد کې د دشت ارچي د ولسوال په ګډون ١٢تنه وژل شوي او ٢٠ تنه نور ټپيان دي .
دغه څرګندونې د کندوز د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبادالله نن د لسو بجو په شاوخوا کې پژواک خبري اژانس ته وکړى .
هغه وويل ، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې په وژل شويو کې د دشت ارچي ولسوال ، د ولسوالۍ اداري مدير ، د ولسوال يو شمېر ساتونکي او د قرلق د سيمې يو شمېر سپين ږيري شامل دي .
نوموړي زياته کړه ، چې د دې پېښې ټپيان ملکي وګړي دي او امکان لري ، چې وروسته د تلفاتو شمېره لوړه شي .
دده په وينا، دغه بريد هغه مهال ترسره شو ، چې د دشت ارچي ولسوال شيخ صدرالدين د فاتحې په موخه جومات ته د ننوتو په حال کې و .
همدارنګه د امنيت امر وويل ، چې يادې ولسوالۍ ته پلاوى استول شوى، ترڅو د پېښې په اړه کره څېړنې وکړي .
خو د کندوز د حوزوي روغتون رييس عبدالقدوس مياخېل پژواک ته وويل، چې د دشت ارچي ولسوالۍ د کلينيک د مسوول ډاکټردين محمد د معلوماتو په اساس، ددغې ولسوالۍ کلينيک ته له يادې پېښې دوه جسدونه او ٩ټپيان ورکړل شوي دي.
نوموړي د ياد کلينيک د مسوول له خولې وويل ، چې په دغه ځانمرګي بريد کې د ولسوال په ګډون ٢٠تنه وژل شوي او ٣٠نور ټپيان دي.
ډاکټر دين محمد ويلي ، چې ددغې ولسوالۍ کينيک د زياتو ټپيانو د بستر وړتيا نه درلوده ، نو په همدې اساس زيات ټپيان د تخار او کندوز ښار روغتونونو ته وړل شوي دي.
له بلخوا د تخار ولايت د عامې روغتيا اداري مسوول عبدالقويم قانع پژواک اژانس ته وويل ، چې ددغې پېښې ٩تنه ټپيان د تخار د تالقانو روغتون ته راليږدول شوي ، خو يوه تن په لاره کې ساه ورکړې ده .
ده زياته کړه ، کوم تن چې په لاره کې ساه ورکړې مولوي عبدالجبار نومېده او د تخار د ولايتي شورا د رييس مولوي عبدالقهار حکيمي ورور دى.
د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي ، چې په دغه ځانمرګي بريد کې ددشت ارچي ولسوال له يوه ساتونکي او پنځو عامو سره وژل شوى او ١٠نور عام وګړي ټپيان شوي دي .
خو د قرلق سيمې يو تن اوسېدونکي ، چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله پژواک ته وويل ، چې په دې پېښه کې شاوخوا ٢٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
هغه وويل، چې په سيمه کې حالات ښه نه دي او د ځانمرګي بريد له امله د جومات د ودانۍ په ګډون شاوخوا نږدې کورنه هم زيانمن شوي دي .
تراوسه کومې ډلې ددې بريد مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى .
له پنځو کلونو راهيسې شيخ صدرالدين د ارچي د ولسوال په توګه دنده ترسره کوله ،چې په دې موده کې څو ځلې د سړک غاړې ماين له چاودنو او د وسله والو مخالفينو له بريدونو سره مخ شوى و.
ارچي ولسوالۍ د کندوز ښار ختيځ لورته په ١٤٠ کيلومترۍ کې پرته ده او قرلق سيمه بيا له دې ولسوالۍ څخه اته کيلومتره واټن لري.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن