ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د ملي امنيت دوه سرتېري په يوه داخلي بريد کې وژل شوي

27 Dec 2020 - 15:01
27 Dec 2020 - 15:01

کندوز ښار (پژواک، ٧ مرغومى ٩٩): د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د يوه داخلي بريد په ترڅ کې د ملي امنيت د يوه سرګروپ په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.

د کندوز د ګل تپې ولسوال نصرالدين سعدي وايي چې تېره شپه په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ملي امنيت د مفرزې قطعې يو سرګروپ شيراغا مشهور په هوټلي له خپل يوه بل همکار سره په يوه داخلي بريد کې وژل شوي دي.

هغه وايي چې د قوماندان شېراغا درې سرتېرو د دولت له وسله والو مخالفينو سره اړيکه درلوده، نو ځکه دغه پېښه رامنځته شوې ده.

بل لورته د دشت ارچي ولسوال نبي الله کاکړ پژواک ته وويل چې تېره شپه قوماندان شېراغا له خپل يوه بل ملګري باري سره پوستې ته په يوه نږدې مېلمستون کې مېلمانه وو.

هغه وايي چې شېراغا او دا بل همکار يې د يوه مېلمه له لوري وژل شوي او مېلمه د دوى دوه ميله وسله هم له ځانه سره وړې ده.

بل لورته د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version