ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ديني علماوو، خلک په ټاکنو کې ګډون ته وهڅول

1 Sep 2013 - 17:36
1 Sep 2013 - 17:36

ګردېز ( پژواک ١٠ وږى ٩٢): د پکتيا د يني عالمانو او قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې له خلکو وغوښتل،  چې د ټاکنو لپاره په نوم ليکنه کې برخه واخلي.

نن د وږي په ١٠مه د ګردېز  ښار د جرګو په تالار کې د علماوو شورا له خوا يوه غونډه رابلل شوې وه، چې لسګونه ديني عالماوو ،قومي مشرانو او د پکتيا ګڼ شمېر اوسېدونکو په کې برخه اخيستې وه.

د غونډې اجنډا راتلونکې ټاکنې، امنيت او يو شمېر نورې موضوع ګانې وې، چې ويناوالو يې په اړه خبرې وکړې.

د پکتيا د علماوو شورا ر ييس قاري خواجه الدين وويل، راتلونکې ټاکنې د ټولو افغانانو لپاره مهمې دي ،د پکتيا ټول خلک بايد نوم ليکنه وکړي او په ټاکنو کې په پراخه توګه ګډون وکړي .

نوموړي په خلکو غږ وکړ،چې  دامنيت په ټينګښت کې مرسته وکړي، تر څو ټاکنې په سوله ييز ډول تر سره شي .

قاري خواجه الدين له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د امنيت د پياوړتيا لپاره ګامونه واخلي او د راتلونکو ټولټاکنو ترسره کېدو ته ښه زمينه برابره کړي .

قومي مشر جنت خان منګل هم په خلکو غږ وکړ، چې بايد ټول قومونه په راتلونکو ټولټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.

 نوموړي له خلکو وغوښتل، چې په ټاکنو کې دقت وکړي او د بيا لپاره داسې څوک انتخاب نه کړي، چې په راتلونکي کې پرې پښيمانه وي .

منګل وويل، د ټاکنو ترسره کېدل د افغانستان لپاره ځانګړی اهميت لري، چې په دې سره  د يوه ملک سرنوشت ټاکل کيږي .

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي د ديني عالمانو له خوا د دا ډول غونډو جوړېدل مهم کار وباله اوژمنه يې وکړه، چې دولت به د ټاکنو د ترسره کېدو او د امنيت په ټينګښت کې جدي ګامونه اخلي .

نوموړي په خلکو غږ وکړ، چې له خپل دولت څخه ملاتړ وکړي او د امنيت په راوستو کې ورسره مرسته وکړي .

له دې وړاندې هم په پکتيا ولايت کې د مدني ټولنو او سياسي ګوندونو له خوا د انتخاباتو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه غونډې کړې وې. 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version