ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د سوېلي اسيا فوټبال سياليو کې بوټان ته ماتې ورکړه

2 Sep 2013 - 16:12
2 Sep 2013 - 16:12

کابل (پژواک ١١ وږى ٩٢): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سوېلي اسيا هېوادونو د فوټبال سياليو (ساف) کې بوټان ته درې پر صفر ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون د ځوانانو د کمېسيون مشر علي کاظمي د وږي په ١١مه د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن افغانستان د دغو سياليو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه له بوټان سره ترسره کړه.

هغه زياته کړه، چې د دې لوبې په لومړۍ نيمايي کې د افغانستان له لوري اسلام اميري لومړى ګول وواهه او د لومړۍ نيمايي تر پايه پورې افغانستان يو پر صفر وړاندې و.

کاظمي وايي، چې د دې لوبې په دويمه نيمايي کې دويم ګول مصطفى ازادزوى او درېيم حشمت الله بارکزي ووهل.

په دې لوبه کې بوټان ته هم د پنالټي له امله د ګول چانس برابر شو، خو د افغان ګول کيپر حميدالله يوسفزي له خوا يې مخه ونيول شوه.

د فوټبال يو لوبغاړى او د دې لوبو کارپوه سيد هادي که څه هم پر دې بريا خوښي څرګنده کړه، خو زياتوي چې افغان لوبغاړو هغه ډول لوبه ونه کړه، څه ډول چې ترې هيله کېده.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې لوبغاړي په ميدان کې ګډوډ لوبېدل او يو د بل په ساحو کې يې مداخله کوله.

نوموړي د ملي لوبډلې پر روزونکي نيوکه وکړه، چې د يادې لوبې لپاره يې لوبغاړ سم نه وو تيار کړې، کنه افغانستان به پر لوى توپير بوټان ته ماتې ورکړې وه.

هادي وايي، چې د افغانستان په ګروپ کې اسانه لوبډلې دي او هيله يې څرګنده کړه، چې افغانستان به په اسانه دويم پړاو يا نيمه پاىلوبې ته لار پيدا کړي.

د هغه په وينا، په کابل کې د پاکستان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ملي لوبډلې مورال لوړ شوى دى.

د سوېلي اسيا هېوادونو (سارک) د فوټبال په دغو سياليو کې د اتو هېوادونو لوبډلې برخه اخلي، چې پر دوو ګروپونو وېشل شوې دي.

په الف ګروپ کې نيپال، پاکستان، هندوستان او د بنګله دېش لوبډلې او په ب ګروپ کې افغانستان، مالديف، بوټان او د سريلانکا لوبډلې برخه اخلي.

افغانستان به خپله دويمه لوبه د وږي په ١٣مه، له سريلانکا سره او د وږي په ١٥مه له مالديف سره وروستۍ لوبه ترسره کوي.

د يادونې ده، دا سيالۍ په دوو کلونو کې يو ځل ترسره کېږي، تېر ځل افغانستان په دې سياليو کې دويم مقام خپل کړى و.

ملي لوبـډلې د ٢٠١١ زېږديز کال په ګروپي سياليو کې هند سره لوبه مساوي کړې وه، خو نيپال او بوټان ته يې ماتې ورکړه، دغه راز په نيمه پاى لوبه کې يې سريلانکا ته ماتې ورکړه، خو په پاى لوبه کې هند افغانستان ته ماتې ورکړه.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version