کابل (پژواک ١٣ وږى ٩٢): ولسمشر په ولسي جرګه کې هندوانو او سکانو ته د يوې څوکۍ د ځانګړې کولو په اړه تقنيني فرمان توشېح کړ.
د ولسمشر د وياند له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر دغه تقنيني فرمان د اساسي قانون د ٧٩ مې مادې او د ټاکنو قانون په پر بنسټ توشېح کړى او ياده موضوع د وږي مياشتې په ٤مه په وزيرانو شورا کې تصويب شوې وه.
د اساسي قانون په ٧٩ مه ماده کې راغلي، حکومت کولاى شي د ولسي جرګې د رخصتۍ په وخت کې له بوديجې او مالي چارو پرته د بېړنۍ اړتيا پر اساس تقنيني فرمانونه ترتيب کړي.”
تقنيني فرمانونه د ولسمشر له توشېح وروسته د قانون بڼه خپلوي.
تقنيني فرمانونه بايد د ولسي جرګې د لومړۍ غونډې تر جوړېدو وروسته د دېرشو ورځو په اوږدو کې ملي شورا ته وړاندې شي او که د دې شورا له خوا رد شي، اعتبار نه لري.
د ويلوده، ملي شورا د اوړي ٤٥ ورځنۍ رخصتي د زمري په لومړۍ نېټه پيل کړې ده.
د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کزري د عدليې او په پارلماني چارو کې د دولت وزيران ګومارلي، چې ياد فرمان دې د ملي شورا له لومړۍ جلسې وروسته د ٣٠ ورځو په موده کې دې شورا ته وړاندې کړي.
د سرچينې په وينا، په دغه تقنيني فرمان کې راغلي، چې په قانون کې راغلي تعديلات د توشېح له ورځې وروسته نافذ دي او د وزيرانو شورا له مصوبې سره به يو ځاى په رسمي جريده کې خپور شي.
دغه فرمان په داسې مهال توشېح کېږي، چې د اهل هنود او سيکانو شورا د روان کال د زمري مياشتې په نهمه ګواښ کړى و، چې که چېرې په ولسي جرګه کې څوکۍ ورنه کړل شي، نو افغانستان به پرېږدي.
دې شورا د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، چې د ټاکنو د قانون په مسوده کې اهل هنودو او سيکانو ته په ولسي جرګه کې يوه څوکۍ په نظر کې نيول شوې وه، خو د مشرانو او ولسي جرګې ګډ پلاوي د مسودې دغه ماده لرې کړه.
د ټاکنو قانون د ملي شورا له تاييد او تصويب وروسته، د روان کال د چنګاښ په ٢٩ مه د ولسمشر له خوا توشېح شو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن