ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميدان ښار پېښه کې لس تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي

8 Sep 2013 - 12:57
8 Sep 2013 - 12:57

پنځم تعقيب: کابل (پژواک ١٧ وږى ٩٢): د ميدان وردګو چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د ننني ډله ييز بريد له امله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې د ملي امنيت رياست مخې ته په شوي ځانمرګي بريد کې د ملي امنيت څلور سرتېري وژل شوي او د امنيتي سرتېرو په ګډون لسګونه عام وګړي  ټپيان دي.

دا پېښه نن (د وږي ١٧مه) غرمه نږدې يوه بجه رامنځته شوه.

د ميدان وردګو د والي وياند عطا الله خوګياڼي د وږي په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې په ننني موټربم او ډله ييز بريد کې د ٦ ځانمرګو بريد کوونکو په ګډون ٤١ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 ده وويل، چې بريد نن يوه بجه او ١٥دقيقې په ميدان ښار کې د ملي امنيت رياست مخې ته وشو.

هغه زياته کړه، چې لومړى يوه ځانمرګي له چاودېدونکو توکو ډک موټر په وسيله بريد وکړ او پنځو نورو يې پر دولتي ودانيو د بريد هڅه وکړه، چې د ملي امنيت د سرتېرو له خوا ووژل شول.

ده وويل، چې په دې پيښه څلور د ملي امنيت سرتېري وژل شوي او يو د چټک غبرګون قطعې سرتېرى ټپي شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

خو د ميدان وردګو ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر مخلص وردګ پژواک اژانس ته وويل، چې د ميدان ښار په نننۍ پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٥٣عام وګړي ټپيان شوي، چې ټپونه يې برسيرن دي.

ده وويل، چې په ټپيانو ٢٣ ښځې، دوه ماشومان او ١٢٧سړي دي. وردګ وويل، چې زياتره کسان د ښيښو له امله ټپيان شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د نورو ودانيو تر څنګ د عامې روغتيا رياست او روغتون ته هم زيات زيان اوښتى دى.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا مرستيال حضرت محمد جانان پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې د يو زيات شمېر عامو وګړو د ټپي کېدو خبر ورته رسېدلى دى.

ده هم وويل، چې زياتره دوکانداران او عام وګړي د ښيښو د ماتېدو له امله ټپيان شوي دي.

خو يوې امنيتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې د ملي امنيت څلور سرتېري وژل شوي او شاوخوا لس نور امنيتي کسان برسېرن ټپيان دي.

د ولايت د مقام يوه مامور چې په خپله په دې پېښه کې ټپي شوى پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په خپلو شعبو کې ناست وو، چې ناڅاپه درنه چاودنه وشوه.

سرچينې وويل، چې د ده ترڅنګ لسګونه نور کسان هم ټپيان شوي دي.

يوې امنيتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل، چې د موټر په وسيله دا چاودنه د ملي امنيت رياست د نظام قراول مخې ته وشوه.

سرچينې زياته کړه، چې تر چاودنې وروسته په سيمه کې نښته هم وشوه خو ډېر ژر بريد کوونکي ووژل شول.

 د دې چاودنې له امله د ميدان ښار د دوکانونو، کورونو او دولتي ودانيو ښيښې ماتې شوې او يو شمېر نږدې ودانيو ته نور زيان هم اوښتى دى.

عيني شاهدان وايي، چې چاودنه ډېره قوي وه او تر لرو سيمو پورې يې غږ اورېدل شوى دى.

 وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پرغاړه واخيست .

طالب وياندذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى يوه ملګري لومړى له چاودېدونکو توکو ډکې لارۍ ته د ملي امنيت رياست سره چاودنه ورکړه او درې نورو ملګرو يې پر ملي امنيت، د جلب او جذب په مرکز او پي ار ټي ډله ييز وسله وال بريد وکړ.

ده ادعا وکړه، چې په دغه بريد کې يې لسګونو کورني او بهرني سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version