ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا پر کونسلګرۍ بريد کې لس تنه وژل شوي

14 Sep 2013 - 12:11
14 Sep 2013 - 12:11

هرات (پژواک ٢٣ وږى ٩٢): د هرات ولايتي شورا په دغه ولايت کې د امريکا پر کونسلګرۍ په پروني ډله ييز بريد کې د وژل شوو شمېر لس تنه وښود.

په هرات ښار کې د امريکا پر کونسلګرۍ پرون سهار ډله ييز ځانمرګى بريد وشو، چې شاوخوا پنځه ساعته د بريد کوونکو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې دوام وکړ.

تر پېښې وروسته د کونسلګري له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د پېښې د قربانيانو کورنيو ته ډاډګېرنه ويل شوې وه، خو خبرپاڼې د وژل شوو او ټپيانو شمېر نه و په ډاګه کړى.

د ولايتي شورا رييس سيد وحيد قتالي نن د وږي په ٢٣مه خبريالانو ته وويل، چې تېر ماښام له کونسلګرۍ د شپږو افغانانو مړي روغتون ته لېږدول شوي دي.

هغه زياته کړې، وژل شوي ټول د کونسلګرۍ افغان ساتونکي او ملکي مامورين دي.

د نوموړي په وينا، په بريد کې يو پوليس او درې عام وګړي هم وژل شوي او ١٩ تنه ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ امنيتي ځواکونو په دغه بريد کې د ٢ تنو د وژل کېدو خبر ورکړى و.

خود هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدی هم په کونسلګرۍ کې د وژل شوو کسانو شمېر لوړ وښود او زياته يې کړه، د شپږو تنو مړي تېر ماښام له خاور را و ايستل شول او دوو ټپيانو بيا وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

احمدي زياتوي، په بريد کې اوو تنو برخه اخيستې وه، چې ټول يې د امنيتي ځواکونو له لوري ووژل شول.

د هرات د حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شېرزی وايي، په ۱۹ ټپيانو کې ډېری د سيمې استوګن دي، چې په کورونو کې په شيشو ټپيان شوي وو.

شېرزى زياتوي، چې په ټپيانو کې پنځه ماشومان، دوه مېرمنې او دوه پوليس شامل دي.

 

د بريد مسووليت طالب وياند قاری يوسف احمدي پر غاړه واخيست او د ١٢ بهرنيو او ٦ افغان عسکرو د وژنې ادعا يې کړې وه.

د هرات ښار اوسېدونکي احمد ضيا پژواک اژانس ته وويل، د کونسګرۍ په بريد کې يې د رامين په نوم يو دوست وژل شوى، چې په کونسلګرۍ کې يې د کمپيوټر کار دنده ترسره کوله.

هغه زياته کړه، رامين له تېر يو کال راهيسې په کونسلګرۍ کې دنده ترسره کوله او د يوې غريبې اوه کسيزې کورنۍ د ګټې وټې سړى و.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version