ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات ښاريان: امريکا دې خپله کونسلګري له تفريحي سيمو بل ځاى ته ولېږدوي

19 Sep 2013 - 16:48
19 Sep 2013 - 16:48

 هرات (پژواک ٢٨ وږى ٩٢): د هرات ښاريان غوښتنه کوي، چې د امريکا کونسلګرۍ دې د تخت صفر او ملت بڼ له تفريحي سيمو لرې ولېږدول شي.

دغه تفريحي سيمې د هرات ښار په لوېديځ کې د امريکا کونسلګرۍ ته څېرمه پرتې دي، چې هره ورځ زرګونه خلک له خپلو کورنيو سره چکر ته ورځي او دغه راز په دې سيمه کې ځيني مارکېټونه هم ودان دي.

د امريکا کونسلګري چې تېره اونۍ د وسله والو له لوري پرې ډله ييز ځانمرګى بريد وشو، په ياده تفريحي سيمه کې د ښاروالۍ له لوري په جوړ شوي پنځه ستوريز هوټل کې فعاليت کوي.

د تخت صفر د ماشومانو د لوبو په  سيمه کې د هاشم په نوم ۱۹ کلن ځوان چې چاى خرڅوي پژواک ته وويل، له هغې ورځې چې پر کونسلګرۍ بريد شوى، د خلکو راتګ کم شوى او زموږ کاروبار يې په ټپه درولى دى.

 نوموړى زياتوي، تر دې مخکې به ما هره ورځ ١٠٠٠ افغانۍ عايد لاره، خو په تېرو لسو ورځو کې مې ١٠٠٠ افغانۍ نه دې ګټلې، خلک وېرېږي پارک ته نه راځي.

د هاشم په څېر د سيمې ډېرى هټۍ وال بې کاره دي او شکايت کوي، چې کونسلګرۍ دې له دې سيمې بل ځاى ته ولېږدول شي.

 په باغ ملت کې د سيدګل په نوم  ۲۷ کلن ځوان هم ورته شکايت لاره او ويل يې چې اوس د ملت بڼ او تخت صفر پارک ته ډېر لږ خلک ورځي.

دى وايي، پخوا به شپه ورځ د هرات ښاريان او له نورو ولايتونو راغلي خلک دغو پارکونو ته د چکر لپاره ورتلل، خو اوس له خلکو تش دي.

 د دې تر څنګ کله چې د پژواک عکاس د يادو تفريحي سيمو فلم او عکسونه اخيستل د امنيتي ځواکونو له لوري د امنيتي دلايلو له امله اجازه ور نه کړل شي.

  د هرات والي سيد فضل الله وحيدي پژواک اژانس ته ومنله، چې په دې اړ شکايتونه ورته رسېدلي او له امريکايي ډيپلوماټانو سره يې د کونسلګرۍ د ځاى بدلولو خبره شريکه کړې ده.

وحيدي زياته کړه، چې تېره ورځ يې په هرات کې د امريکا له سفير جيمز کننګهم سره دغه خبره ياده کړه، چې کونسلګرۍ په هوټل کې ده او له امنيتي پلوه هوټل او سيمه خوندي نه دي.

 تېره ورځ د امريکا سفير د خپلې کونسلګرۍ له زيانمنې شوې ودانۍ ليدنه وکړه او له سره يې د ودانۍ د رغولو ژمنه وکړه.

په هرات کې د امريکا پر کونسلګرۍ د تېرې جمعې په ورځ ډله ييز ځانمرګى بريد وشو، چې له امله يې د ځاني زيان تر څنګ د کونسلګرۍ ودانۍ هم سخته زيانمنه شوې ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version