اسعد اباد (پژواک ٢ تله ٩٢): د کونړ چارواکي وايي چې د پاکستانيو ځواکونو له خوا د شويو بريدونو له امله يوه ښځه وژل شوې او دوه ماشومان ټپيان دي.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم د تلې په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د پاکستانيو ځواکونو له لوري پر سرکاڼو ولسوالۍ ٥٩ فيره توغندي توغول شوي دي.
هغه زياته کړه، دا توغندي د سرکاڼو د ناوې په سيمه کې لګيدلي، چې له امله يې يوه ښځه وژل شوې او دوه ماشومان ټپيان شوي دي.
دى وايي، ټپيان روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې په پرله پسې د پاکستانيو ځواکونو پر کونړ ولايت بريدونه کېږي، چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن