کندوز (پژواک ٣ تله ۹۲): د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال له خپلو دوو ملګرو سره په هوايي بريد کې وژل شوى دى.
د ياد ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال خليل اندرابي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه طالب ولسوال مولوي احمدشاه نومېږي او د چهاردرې ولسوالۍ په نواباد سيمه کې وژل شوى دى.
اندرابي زياته کړه، چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د دغه ولسوال دوه ملګري هم وژل شوي دي.
د چهاردرې ولسوال سمونوال غلام محى الدين وايي، چې مولوي احمدشاه تېره شپه د افغان ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوى دى.
نوموړي د دغه ولسوال وژنه يوه لاسته راوړنه وبلله او زياته يې کړه، چې له دې وروسته به د چهاردرې ولسوالۍ په امنيت کې ښه والى راشي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د چهاردرې د ملي امنيت مدير غلام حسين په يوه وسله وال بريد کې ووژل شو او د وژنې مسووليت يې طالبانو پر غاړه واخيست.
د کندوز امنيتي چارواکي وايي، چې مولوي احمد شاه د قاري لطيف پر ځاى د ولسوال په توګه ګومارل شوى و.
قاري لطيف د طالبانو نومول شوى ولسوال د زمري په اومه د کندوز د مرکز په ګورتېپه سيمه کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې له خپلو دريو ملګرو سره وژل شوى و.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن