ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د بنديانو اعتصاب پاى ته ورسېد

30 Sep 2013 - 20:56
30 Sep 2013 - 20:56

هرات ښار (پژواک ٨ تله ٩٢): د هرات والي وايي، چې د هرات د بنديانو نهه ورځنى د نه خوړلو اعتصاب پاى ته ورسېد.

د هرات زندان نږدې دوه زره بنديانو نهه ورځې وړاندې د نه خوړلو اعتصاب کړى و، چې ډېرى يې سياسي دي، د نامناسبو شرايطو، دوسيو ته د نه رسېده ګۍ او د ولسمشر د فرمان په اساس د دوی له بنده نه ازادولو په اعتراض د ډوډۍ نه خوړلو پر اعتصاب لاس پورې کړى وو.

د هرات والي فضل الله وحيدي نن ماښام پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسمشر حامد کرزي له حکم سره سم د قاضي ګلرحمن په مشرۍ يوه پلاوي له اعتصاب کوونکو سره وليدل.

د ده په خبره، پلاوي د بنديانو غوښتنې واورېدې او د ستونزو د هواري ژمنه يې ورسره وکړه، چې په دې سره بنديانو خپل اعتصاب پاى ته ورساوه.

هغه زياته کړه، چې د بنديانو تر ټولو بنسټيزه غوښتنه د هغوى دوسيو ته په وخت لاسرسى و، چې پلاوي د هغوى د ټولو دوسيو له سره د غور او څېړنې ډاډ ورکړ.

د هغه په وينا، د بنديانو ډېرى غوښتنې قانوني او د حل امکانات يې ډېر دي.

د اعتصاب کوونکو بنديانو يوه استازي او د شينډنډ د ولسي شورا غړي حاجي داوود خان له پژواک سره په خبرو کې د زندانيانو د اعتصاب موضوع تاييد کړه.

خو هغه هيله څرګنده کړه، چې ورسره شوې ژمنې بايد پلې شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version