ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فريبا کاکړ د تښتونې په تور دوه شکمن کسان ونيول شول

2 Oct 2013 - 18:07
2 Oct 2013 - 18:07

 کابل (پژواک ١٠ تله ٩٢): د ملي امنيت رياست د فريبا کاکړ په تښتونه کې د لاس لرلو په تور دوه شکمن کسان نيولي، چې يو يې د فريبا کاکړ ورور هم دى.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې د روان کال د زمري په ٢٠ مه د وسله والو طالبانو له لوري د غزني ولايت په اسفنده کلي هغه مهال وتښتول شوه، چې له کندهار څخه د کابل پر لوري روانه وه.

مېرمن کاکړ، له طالبانو سره د ٢٨ ورځو تر بند وروسته، له زندان څخه د طالبانو د کورنۍ د ١١ غړو په بدل کې د هغوى له منګولو راخلاصه شوه.

د ملي امنيت رياست په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه رياست موظفينو هغه دوه کسان، چې فريبا کاکړ يې د طالبانو په وسيله تښتولې وه، نيولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو دوو کسانو کې د فريبا کاکړ ورور نور احمد او بل روح الله، چې د داود پهلوان په نوم مشهورى دى او د کندهار ښار اصلي اوسېدونکى، چې اوسمهال د کابل ښار په نهمه ناحيه کې اوسېږي، شامل دي.

سرچينې ليکلي، چې د مېرمن کاکړ د تښتونې پلان، د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه قوماندان ملا عبدالله له خوا طرحه او د فرېبا کاکړ ورور نور احمد او د روح الله له لوري، چې له يوه بل سره يې پخوانۍ اړيکې درلودې، پلى شوى دى.

په خبرپاڼه کې يادونه شوې، چې دغو کسانو د خپلو لومړنيو څېړنو په ترڅ کې پر خپل جرم اعتراف کړى دى.

 په خبرپاڼه کې د يادو کسانو د نيولو ټاکلې سيمه او وخت نه دي څرګند شوي.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version