ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ښاروالۍ لګښتونه تر عوايدو ډېر دي

2 Oct 2013 - 11:46
2 Oct 2013 - 11:46

کندهار (پژواک ١٠ تله ٩٢): د کندهار ښاروالۍ مسوولين وايي، چې هر کال د کثافاتو پر ايستلو ٢،٥ ميليونه ډالر لګوي، خو په دې برخه کې يې بيا عوايد تر يو ميليون ډالرو زيات نه دي.

د کندهار ښاروال محمدعمر عمر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ښاروالۍ اړوند د تنظيف څانګه هره ورځ له کندهار ښار څخه ٦٥٢ متره مکعبه کثافات باسي، د دغه کار لپاره ٤٢ موټر ځانګړي شوي دي.

هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې يې د صفايۍ د چارو د ښه ترسره کولو په موخه ١٢ نور وسايط زيات کړي او دغه راز يې د کثافاتو د را يوځاى کولو لپاره د کثافتدانيو شمېر هم ٧٥٠ ته زيات کړى دى.

خو نوموړى دغه کثافتدانۍ کافي نه بولي او وايي، په پلان کې لري چې د تنظيف چارې د ښار ځينو نورو سيمو ته هم پراخې کړي او د دغه کار لپاره ٢٥٠ نورو کثافتدانيو ته اړتيا ده.

د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې د کندهار ښار نفوس ١،٥ ميليونه تنو ته لوړ شوى او دغه راز د ناحيو شمېر چې پخوا لس و، اوس ١٥ ته پورته شوى، چې پر بنسټ يې د خدماتي چارو پراخولو ته اړتيا ليدل کېږي.

ښاروال د کثافاتو د ايستلو په برخه کې لويه ستونزه دا وګڼله، چې په کندهار ښار کې د کثافاتو ډېره برخه ساختماني توکي جوړوي، چې ايستل يې د ښاروالۍ نه بلکې د خلکو دنده ده.

هغه زياته کړه: ((متاسفانه د کندهار ښار په ډېرو سيمو کې خلک کثافتدانيو ته خاورې، جغل، د خښتو ټوټې او د تعميراتي کارونو پاتې شونې وراچوي، چې د کثافاتو ٤٠ سلنه يوازې همدا توکي جوړوي.))

عمر زياته کړه، هر کال له کندهار ښار څخه د کثافاتو پر لېږدولو ٢،٥ ميليونه ډالر لګښت راځي، خو په همدې برخه کې د صفايي له ټکس څخه راټول شوي عوايد له ١٠ يا ١٢ لکه ډالرو څخه نه پورته کېږي.

د ده په خبره، تېر کال کندهار ښاروالۍ د صفايۍ د ټکس له درکه ٢٨ ميليونه افغانۍ تر لاسه کړې وې، خو سږ کال يې په روانو اتو مياشتو کې ٣٨ ميليونه افغانۍ را ټولې کړې او تمه لري، چې د کال تر بشپړېدو پورې به يوازې په همدې برخه کې ٦٠ ميليونه افغانۍ عوايد ولري.

نوموړى وايي، د صفايي پر چارو د هغوى د لګښت او عوايدو تر منځ لوى توپير موجود دى او ښاروالي اړباسي، چې د نورو خدماتو له لارې تر لاسه شوې ډېرې پيسې پر دغه مهمه چاره ولګوي.

ښاروال زياته کړه: ((ښاروالي د صفايي په برخه کې د خپل لګښت ٤٥ سلنه له خلکو راټولوي، خو ٥٥ سلنه تاوان ياده شوې اداره پر ځاى وړي، چې کله يې له نورو خدماتي چارو ورته سپموي او کله يې بيا له نورو مرسته کوونکو ادارو تر لاسه کوي.))

عمر دغه راز وويل، چې د ښاروالۍ د ثابتو عوايدو شاوخوا ١٤ سلنه د تنظيف او صفايۍ پر چارو لګېږي، چې دې مهمې چارې ته د خلکو نه پاملرنه ښيي.

خو ښاروال هيله وښوده، چې په دې برخه کې په د ځينو پلانونو په عملي کولو سره د خودکفايۍ لور ته لاړ شي.

هغه وويل، په پلان کې لري، چې له خصوصي سکتور سره په ګډه د کثافاتو له عضوي موادو څخه د برېښنا په توليد او نورو صنعتي برخو کې کار واخلي، چې له يوه پلوه به عايداتي سرچينه وي او هم به د پانګه والو لپاره خام مواد.

د نوموړي په وينا، په دې توګه به د کثافاتو د له منځه وړو په موخه له اوسنيو لګښتونو خلاص شي.

هغه دغه راز وويل، چې غواړي د کندهار ښار د ځينو برخو د تنظيف او صفايي چارې خصوصي سکتور ته ورکړي او په دې توګه دغه چاره نور هم ګړندۍ کړي.

ده وويل: ((په لومړي ګام کې په پلان کې لرو، چې نمونې په توګه د کندهار ښار د دوو ناحيو د صفايي او د کثافاتو د ايستلو چارې خصوصي سکتور ته وسپاري، که يې شه پايله لرله، نو نوره به يې هم پراخه کړي.))

خو هغه وويل، چې د دې ټولو تر څنګ پر دې ډېر کار کوي، تر څو خلک وهڅوي، چې د چاپېريال د پاک ساتلو په موخه د صفايي ټکس پر وخت ورکړي.

د ده په وينا، په همدغه بنسټ د تېر کال په پرتله يوازې د صفايۍ د ټکس په عوايدو کې ٧٠ سلنه لوړوالى راغلى.

د معلوماتو له مخې، کندهار ښاروالي دا مهال يو ميليارډ کلنۍ بوديجه لري، په داسې حال کې چې د خدماتو د تر سره کولو لپاره له کاله ٤ ميليارډه افغانيو ته اړتيا لري.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version