کابل (پژواک ١١ تله ٩٢): د اسلامي دعوت ګوند مشر او د ولسي جرګې غړي عبدالرب رسول سياف په رسمي توګه د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوم ليکنه وکړه.
نوموړى نن له غرمې وروسته هغه مهال د ټاکنو خپلواک کمېسيون دفتر ته ولاړ او نوم ليکنه يې وکړه، چې سلګونو پلويانو يې د برياليتوب شعارونه ورکول.
د اوبو او انرژۍ پخوانى وزير محمد اسماعيل د لومړي او د مشرانو جرګې د اقتصاد کمېسيون مشر او د دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند غړى مولوي عبدالوهاب عرفان د هغه دويم مرستيال په توګه ټاکل شوي دي.
دنوموړي د نوم ليکنې پر مهال، د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي، د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار، د ملي شورا د جهادي تنظيمونو غړو شتون درلود او د هغه پلويانو د هغه د کاميابۍ چغې وهلې.
سياف له نوم ليکنې وروسته په يوه خبرې ناسته کې وويل: ” زه او مرستيالان مې د کوم امتياز، شهرت، مال او واک د تر لاسه کولو په موخه ځانونه نه دي نوماند کړي، زموږ يواځينۍ موخه خلکو ته خدمت، د خلکو پر زخمونو پټۍ لګول او جګړه ځپلي وطن ته خدمت کول دي.”
د ولسمشرۍ دغه کانديد زياته کړه، چې د ده او د ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډون، چې له وړاندې يې ځان د ولسمشرۍ ټاکنو ته کانديد کړى او نورو تر منځ به هېڅ ډول تبليغاتي ستونزې شتون ونه لري او دى به هغوى همېشه د خېر په ټکو سره ياد کړي.
استاد سياف وويل: ” موږ د هېواد راتلونکي مشر د ټاکلو په اړه د ملت پرېکړې ته د احترام په سترګه ګورو او زموږ د منلو وړ ده، خو ملت هم بايد په حکيمانه او دقيق ډول خپل راتلونکى مشر وټاکي.”
نن سهار فضل کريم نجمي هم د ولسمشرۍ د کانديد په توګه نوم ليکنه وکړه او محمد صابر تمکين يې د لومړي او سوسن حاجتي يې دويمې مرستيالۍ ته ټاکلي دي.
له دې وړاندې د ملي اېتلاف مشر اوپه تېرو ټاکنو کې د ولسمشر کرزي مهم سيال ډاکټر عبدالله عبدالله او د ملي وفاق ګوند مشر بسم الله شېر هم په رسمي ډول د جمهوري رياست د کانديدانو په توګه نوم ليکنې کړې دي.
له بلې خوا د ولسي جرګې غړي محمد محقق، د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي، د امنيتي مسووليتونو د لېږد کمېسيون مشر اشرف غني احمدزي او په دفاعي چارو کې د جمهوري رياست سلاکار عبدالرحيم وردګ، په راتلونکو ټاکنو دبرخې اخيستلو په موخه له خپلو دندو استعفاوې کړې دي.
ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ته د کانديدانو د نوم ليکنې لړۍ د وږي مياشتې په ٢٥مه پيل شوې او د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې تر دې مهال د درېيو مېرمنو په ګډون ٧٣ کسانو ولسمشرۍ ټاکنو ته د کانديدۍ په موخه معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې دي.
دغه کمېسيون درې ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې ټول هغه کسان بايد د تلې تر ١٤مې خپله کانديدي اعلان کړي، چې معلوماتي کڅوړې يې ترلاسه کړي او له هغه پرته د نوم ليکنې لړۍ د غځېددو وړ نه ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن