مزار شريف( پژواک، ٢٠ تله ٩٢): په بلخ ولايت کې د څلور کيلومتره سړک په جوړېدو څلور زره کورنۍ د مزار- شبرغان له لويې لارې سره ونښلول شوې.
د بلخ ولايت د کليو او پراختيا رييس عبدالباسط عيني د تلې په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې پر ۴ کيلومتره سړک د جغل اچونې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
نوموړي زياته کړه،دغه سړک د تېر يو کال په موده کې د ياد رياست له خوا د ۴،۶ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شو.
د هغه په وينا، ياد سړک اته متره سور لري، چې په اوږدو کې يې دولس پولګوټي هم جوړ شوي دي.
عيني وويل، پر ياد سړک څلور کلي پراته، چې ۴ زره کورنۍ پکې ژوند کوي.
نوموړي زياته کړه، دغو کليو مزارشريف ښار ته د راتګ ځانګړې لار نه لرله او مجبور وو، چې په اوړي او ژمي کې له همدې لارې ګټه واخلي.
د هغه په وينا، دغه کورنۍ اوس د ياد سړک له لارې د مزارشريف – شبرغان له لويې لارې سره ونښلول شوې، چې په اسانه کولی شي، يادو ښارونو ته ځان ورسوي.
د دهدادي ولسوالۍ د چهل دختران کلي اوسېدونکي محمد عثمان پژواک ته وويل، چې د جوړ شوي سړک پر ځای وړې کوڅې ته ورته لاره وه، چې په ژمي او اوړي کې پرې تګ راتګ خوار ستونزمن وو.
نوموړي زياته کړه، پر سړک د جغل اچونې تر څنګ د سړک سور هم تر اته مترو پورې رسول شوی و، چې اوس ښه پوره پراخ دی.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن