پل علم (پژواک ٢٣ تله ٩٢): د لوګر والي ارسلا جمال شېبې مخکې په يوه چاودنه کې ووژل شو او ١٨ تنه نور ټپيان شوي دي.
د لوګر د امنيه قوماناندانۍ جنايي مدير سمونوال محمد جان عابد لږ مخکې د يادې چاودنې په پخلي سره چې د ياد ولايت والي په کې وژل شوى، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه د پل علم په جامع جومات کې د والي د وينا پر مهال رامنځته شوه.
سرچينې زياته کړه، چې د لوګر والي د اختر له لمانځه وروسته لمونځ کوونکو او خلکو ته وينا کوله.
د جنايي مدير د معلوماتو له مخې چې چاودېدونکي توکي په ډېره ماهرانه توګه په مايکروفون کې ځاى پر ځاى شوي وو او د والي د د وينا پر مهال چاودنه ورکړل شوې ده.
هغه وويل، چې په دې پېښه کې اته تنه لمونځ کوونکي هم ټپيان شوي دي.
خو د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش په دې پېښه د ١٨ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړى او وايي، چې ټپيان پر وخت د لوګر ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د لوګر په ملکي روغتون کې نوکريوال ډاکتر سميع الله پژواک اژانس ته وويل، چې دې پېښې يې دوى ته تر اوسه ١٦ ټپيان ور وړي دي او تر درملنې لاندې دي.
هغه زياتوي، چې په ټپيانو کې د ځينو يې روغتيايي حالت نازک دى.
خو يوه لمونځ کوونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله وويل، چې د لوګر ولايت د سولې دفتر مطبوعاتي مسوول مولوي صديق هم وژل شوى دى.
ارسلا جمال شپږ مياشتې مخکې د لوګر د والي په توګه ټاکل شوى و.
په دې اړه په نور جزئيات وروسته خپاره شي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن