ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې ١٣ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په لوګر کې ١٣ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
2 Jul 2012 - 15:49
په لوګر کې ١٣ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
2 Jul 2012 - 15:49

پل علم (پژواک ١٢ چنګاښ ٩١): چارواکي وايي، چې د ايساف په هوايي بريد کې پنځه عام وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي او په پل علم کې د چاودنې له امله هم څلور تنه ټپيان دي.

د لوګر د ولايتي شورا رييس ډاکټر عبدالولي وکيل د چنګاښ په ١٢مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې د لوګر د څرخ ولسوالۍ په شش کلا سيمه کې د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، په وژل شوو کې دوه ماشومان او درې کروندګر شامل دي او ټپيان د لوګر ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش دغه پېښه ومنله، خو زياته يې کړه چې د ايساف ځواکونو د هوايي بريد له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او څلور ټپيان دي.

د هغه په وينا، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او تر اوسه کره معلومات نه لري.

د څرخ ولسوالۍ د شش کلا سيمې يوه اوسېدونکي بسمل هم پژواک اژانس ته وويل، چې په سيمه کې کروندګر په خپلو کروندو کې بوخت وو، چې د ايساف چورلکې راغلې او هغه يې په نښه کړل.

هغه هم وويل، چې په دې پېښه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې د دوى ملګري نه دي وژل شوي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې نن د دوى يوه ډله سرتېري د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې پر ګزمه بوخت وو، چې يو شمېر ماين خښوونکي يې د ماين خښوولو پر مهال وليدل.

د سرچيني په وينا، پلې ګزمې له هوايي ځواک څخه مرسته وغوښته، چې وروسته يې له هوا څخه پرې بريد وکړ او ګڼ شمېر ياد ماين خښوونکي يې ووژل.

دوى وايي، له څېړنو وروسته معلومه شوه چې وژل شوي ټول وسلوال طالبان دي.

خو سرچينه زياتوي، د هغو ادعاوو په اړه چې ګواکې وژل شوي ملکي وګړي دي، دوى په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د يو بل خبر له مخې، د لوګر په مرکز پل علم کې د يوې چاودنې له امله درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن ماسپښين شاوخوا دوه نيمې بجې په پل علم کې د ولايت د مقام او د ملي اردو د جلب او جذب د مرکز د ودانۍ ترمنځ رامنځ ته شوه.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې د ملي اردو يو سرتېرى او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د لوګر د ملکي روغتون يو ډاکټر سميع الله پژواک اژانس ته وويل، دوى ته دوه ټپيان ور وړل شوي، چې دواړه ملکي وګړي دي او روغتيايي حالت يې ښه دى.

 وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي  ويلي.

 

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.