اسلام اباد( پژواک،٢٥ تله ٩٢): د خيبر پښتونخوا ايالت د قانون وزير اسرارالله ګنداپور له لسو نورو کسانو سره په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.
په دغه پېښه کې، چې د ډېره اسماعيل خان په ښار کې شوې ، لسګونه تنه نور ټپيان دي.
په سيمه کې د پوليسو يوه چارواکي ، چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بريد کونکي خپل واسکټ ته تېر ماښام د قانون وزير په مېلمستون کې له هغه سره د روغبړ پرمهال چاودنه ورکړه.
سرچينه وايي، چې په دغه مېلمستون کې لسګونو کسانو ګډون کړى وو.
د پوليسو په وينا، په پېښه کې د قانون وزير مشر ورور اکرام الله ګنداپور هم ټپي شوى دى.
د ډېره اسماعيل خان د روغتون چارواکي وايي، چې په دغه بريد کې ٣٠ تنه نور ټپيان دي ، چې د ځينو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.
د پاکستان د چاودېدونکو توکو د شڼدولو ادارې ويلي، چې په دغه بريد کې اته کيلو ګرامه باروت کارول شوي و.
د ياد ځانمرګي بريد مسووليت د انصار المجاهدين مذهبي ډلې پر غاړه اخستى دى.
ګنداپور پخوا د نېشنل عوامي ګوند غړى و، خو وروسته دعمران خان پر مشرۍ له تحريک انصاف سره يوځاى شوى و.
عمران خان دغه بريد په کلکه غندلى دى.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین، لومړى وزير نواز شریف او د کورنيو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان پوليسو ته امر کړى، چې په دې اړه پلټنې وکړي او په پيښه کې لاس لرونکي پيدا کړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن