ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور او بادغيس سلګونه کورنۍ هرات ته کډوالې شوې دي

22 Oct 2013 - 17:41
22 Oct 2013 - 17:41

 هرات( پژواک،٣٠ تله ٩٢):د بادغيس او غور ولايتونو سلګونه کورنۍ د ناامنيو او بې وزلۍ له امله هرات ته کډوالې شوې  دي .

د هرات والي سيد فضل الله وحيدي دا مني، چې له نورو ولايتونو کډوال هرات ته را روان دي او دوى يې له بد حالته خبر دي.

 هغه زياتوي، له غور او بادغيس څخه سلګونه کورنۍ هرات ته راغلي، چې لامل يې په خپلو سيمو کې نا امني او بېکاري په ګوته کوي.

 د وحيدي په وينا، نن يې د دې کډوالو له يوې ١٥ کسيزې ډلې سره وکتل او د دوى د ستونزو د هواري په موخه يې اړوندو ادارو ته هدايت ورکړ، چې د دوى د ځاى او بېړنو مرستو غم وخوري.

 د غور ولايت له رخنې کلي راکډوال شوى محمد رسول وايي، ٤٠ کورنۍ په يو ځاى د ناامنۍ او لوږې له امله هرات ته راکډه شوې.

هغه زياتوي، د دوى په سيمه کې سلګونه داسې کورنۍ شته، چې امن سيمو ته د کډوالۍ لپاره تيارى نيسي.

د بادغيس له جوند ولسوالۍ  څخه هرات ته کډوال شوى محمد عمر هم وايي، چې سيمې ته د حکومت نه پاملرنه، نا امني او د لوږې  ويره د دې عامل شوه، چې هرات ته راکډه شي.

محمد عمر وايي،چې هيڅ هم نه لري ، دولت دې د سرپنا او خوراکي توکو مرسته ورسره وکړي.

د هرات د کډوالو رييس حميدالله خطيبي پژواک ته وويل، د کډوالو رياست دومره امکانات نه لري، خو نړيوالو مرستندويانو ته يې  درخواست کړى، چې له کډوالو سره په هره برخه کې مرسته وکړي.

نوموړى وايي، اوسمهال په هرات کې د هيواد د بېلا بېلو سيمو شاوخوا شل زره کورنۍ د کډوالۍ ژوند کوي ، چې ډيرى يې د شيدايي او مسلخ په نوم کمپونو کې ژوند کوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version