پل علم (پژواک ٦ لړم ٩٢): د لوګر د ملي امنيت ښاري مدير او د طالبانو پر خلاف د پاڅونوالو مشر د والي ارسلا جمال د وژنې په تور نيول شوي دي.
د لوګر سرپرست والي محمدهاشم فيضي د لړم په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تر لوى اختر مخکې د ملي امنيت ښاري مدير او د پاڅونوالو مشر فرهاد اکبري څو ځلې پټې ټيلېفوني اړيکې نيولې وې.
هغه زياته کړه، د دوى ټيلېفوني اړيکې څارل شوې او داسې شک کېږي، چې د ارسلا جمال د وژنې دسيسه يې جوړه کړې وه.
د فيضي په خبره، ملي امنيت د دوى تر څنګ د لوګر د ملي امنيت شاوخوا لس نور کار کوونکي، چې يو شمېر يې مديران هم دي، نيولي دي.
د پاڅون کوونکو د مشر فرهاد اکبري ورور جواد اکبري هم وايي، چې د ده ورور د ملي امنيت له لوري د والي د وژنې په تور نيول شوى دى.
هغه زياته کړه، ورور يې د والي په وژنه کې لاس نه لري او له هغې ورځې چې فرهاد اکبري ملي امنيت نيولى دى، هېڅ اړيکه ورسره نه لري او نه يې د ځاى په اړه معلومات لري.
دغه راز د لوګر د ولايتي شورا رييس ډاکټر عبدالولي وکيل هم وايي، په دې شکمن دى چې ځينې چارواکي به په دې پېښه کې ښکېل وي.
هغه زياتوي، د لوى اختر په ورځ جومات ته ډېر لږ چارواکي راتلل او که به راتلل هم، په لومړي کتار کې نه کېناستل، چې ښايي له وضعيته به خبر وو.
هغه له دولته غوښتنه وکړه، چې د ارسلا جمال د وژنې په اړه جدي پلټنه وکړي او عاملينو ته يې سزا ورکړي.
د لوګر ډېرى اوسېدونکي په دې باور دي، چې ښايي د والي په وژنه کې به د ځمکو د مافيا لاس وي؛ په دې وروستيو کې ارسلا جمال په لوګر کې شاوخوا ٣٠٠٠ جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن